جلال اباد (پژواک، ۲۵ وږی ۹۸): د کرنې او مالدارۍ وزير ننګرهار ته د سفر پر مهال د شاوخوا يو ميليارد افغانيو په لګښت ۳۱ کرنيزې پروژې پرانيستې چې په کې د کرنې رياست د يو شمېر ادارو د ودانيو رغونه هم شامله ده.
د کرنې او مالدارۍ وزير نصيراحمد دراني د وږي په ۲۵مه ننګرهار ته راغلی و او دلته يې د يادو پروژو د پرانيستې ترڅنګ د ځايي کروندګرو او مالدارانو ستونزې هم په يوه غونډه کې واورېدې او وروسته يې د ننګرهار له والي سره په ګډه د یادو پروژو په تړاو په يو رسنيز کنفرانس کې خبريالانو ته معلومات وړاندې کړل.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وويل، د کرنې وزير دغه ولايت ته د سفر پر مهال د يو ميلیارد افغانيو په لګښت شاوخوا دېرش کرنيزې پروژې پرانيستې.
دی وايي، له دغو پروژو موخه په ننګرهار کې د متوازن پرمختګ رامنځته کول او دغه راز کروندګرو سره د حاصلاتو په لوړولو او د دوی د اقتصاد په پياوړتيا کې مرسته کول دي.
د کرنې وزير وويل، په ټولو پروژو کې يې د کروندګرو د اقتصاد د ښه والي او د هغوی د خپل ځان بسياينې ته پام کړی دی.
هغه زياته کړه، په ننګرهار کې د پرانيستل شوو پروژو له ډلې د CBARD پروژې له لوري د دغه ولايت په خوګیانو، شېرزادو، کوټ، رودات، چپرهار او اچین ولسوالیو کې د ښځو لپاره د ۲۳۰ کوچینو شنو خونو جوړول دي چې د یوې شنې خونې لګښت۸۵۰۰۰ افغانۍ او د ټولو خونو لګښت ١٩ ميليونه او ۵۰زره افغانۍ کېږي.
د نوموړي په وينا، د ننګرهار د وترنرۍ کمپلکس لپاره د پنځه ميليونو ١٨٠زره افغانيو په لګښت جوړه شوې ودانۍ هم ګټې اخيستې ته وسپارل شوه چې ۷ خونې، يو د غونډو تالار او نور اړوند ځايونه هم لري.
د کرنې وزير وويل، په نننيو پروژو کې د بټي کوټ، بهسودو، کامې، کوز کونړ او سره رود ولسواليو لپاره د بڼولۍ د ځنځيري ودې سکټوري پروژې پرانيسته هم شامله ده چې په دغو لسوالیو کې د عصري شنو خونو جوړول، د کچالو او پیازو لپاره د صفر انرژۍ سړو زېرمو تاسیس، د متراکمو باغونو احداث، د انګورو د باغونو جوړول او د هغوی چیله کولو په برخه کې به فعالیتونه کوي.
درانى وايي، بله پروژه د ودان موسسې په همکارۍ د نړیوال بانګ د څلور میلیونه ډالرو په لګښت د ننګرهار ولایت په درېیو ولسوالیو کې د مالدارۍ، معيشتي، صحي او اجتماعي برخو کې د (TUP) په نوم دوه کلنه پروژه ده چې موخه یې د بې وزله کورنیو پر بسیا کېدل دي.
وزير دا هم وويل چې نن يې په دغه ولايت کې د خوږياڼو، چپرهار، اچين، روداتو، شيرزادو او کوټ ولسواليو ۷۳۴ کروندګرو ته د کرنيزو وسايلو او تخمونو د مرستې د وېش لړۍ هم پيل کړه چې پنځه ميليونو او څلور سوه زره افغانۍ لګښت پرې راځي.
د هغه په وينا، نن يې په ننګرهار کې د بهسودو ولسوالۍ لپاره د کروندګرو معلوماتي مرکز هم پرانيست چې نږدې ۱۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن