پلخمري (پژواک، ٢٥ وږى ٩٨): د بغلان والي فريد احمد بسيم له خپلې دندې استعفا کړې او د ولسمشر له لوري منل شوې ده.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د بغلان والي فريداحمد بسيم له خپلې دندې استعفا کړې او د ولسمشر له لوري منل شوې ده.
سرچينه وايي، تر هغه چې د بغلان لپاره نوى والي ټاکل کېږي، چارې به يې د دغه ولايت مرستيال عبدالقديم نيازی پر مخ وړي.
په دې اړه د بغلان مرستيال والي عبدالقديم نيازي پژواک ته وويل چې والي په رخصتۍ تللى او د استعفا په اړه يې معلومات نه لري.
بل لور ته د بغلان ولايتي شورا رييس صفدر محسني پژواک ته وويل چې پر پلخمري تر بريد يوه ورځ وړاندې فريداحمد بسيم له ولايت څخه تللى چې خلکو يې په اړه شکايت هم درلود.
هغه وايي: ((١٥ ورځې له والي پرته موږ جګړه وکړه، موږ او د بغلان اوسېدونکو ارګ ته د والي په اړه شکايت وکړ، شايد زموږ خبره يې منلې وي او والي يې له دندې لرې کړى وي.))
د ولايتي شورا رييس وايي، که فريد احمد بسيم بېرته دغه ولايت ته ورغلى واى، ولايتي شورا او خلکو يې د والي په توګه ملاتړ نه کاوه.
د يادونې ده، شاوخوا لس ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د څو ورځو لپاره پر پلخمري ښار ډله ييز بريدونه وکړل چې له امله يې د کابل- شمال لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن