کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۹۸): د حکومت اجرائیه مشر د وزیرانو شورا په وروستۍ نوبتي ناسته کې پر ۱۱ ولایتونو د برېښنا پرې کولو مسوولین طالبان وبلل او زیاته یې کړه چې دغه ډول کړنې د سولې لپاره د طالبانو له اراده سره هېڅ مرسته نه کوي.
عبدالله عبدالله چې نن یې له ټاکنو مخکې د وزیرانو شورا په وروستۍ ناسته کې خبرې کولې وویل، له بده مرغه طالبانو د برېښنا پایې والوځولې.
د حکومت د دغه لوړپوړي چارواکي په خبره چې دغه اقدام به د طالبانو له ارادې سره هېڅ مرسته ونه کړي او د دې ډلې هېڅ ستونزه به هواره نه کړي.
هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: "له بده مرغه د برېښنا د پایو ویجاړېدو پایله کې یوولس ولایتونه اغېزمن شوي دي او دغه اقدام به یې د دوی له ارادې سره چې ګواکې هغوی د سولې لور ته د تلو لپاره پیاوړې اراده لري، مرسته ونه کړي."
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د برېښنا شرکت اعلان وکړ چې د بغلان په ځینو برخو کې د بریدونو له امله د وارداتي برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي دي.
له دې سره نن د برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې ادارې تخنیکي ټېم بغلان ولایت ته رسېدلی، خو د امنیتي ستونزو له امله نه دی توانېدلی څو د برېښنا غورځېدلې پایې بېرته ورغوي.
عبدالله په خپلو خبرو کې د وزارتونو او دولتي ادارو له مسوولينو وغوښتل چې د ټاکنو پروسې په لړ کې په بشپړې بې طرفۍ سره د خلکو لپاره خدمات وړاندې کړي او له داسې کړنو دې ډډه وکړي چې په ټاکنو د چا پلوي وښيي.
هغه په ولسمشرۍ ټاکنو کې د امنیتي بنسټونو پر بې پلوۍ ټینګار وکړ او له امنیتي مسوولینو یې وغوښتل څو د دولتي بنسټونو بې طرفي وساتي.
د وزیرانو شورا وروستۍ ناسته په داسې حال کې ترسره شوه چې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته ۱۱ ورځې پاتې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن