پل علم (پژواک، ٢٦ وږى ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې د ټاکنو په ورځ يې د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت خونديتوب لپاره منظم پلان جوړ کړى او خلک کولاى شي په ډاډه زړه په ټاکنو کې ګډون وکړي.
په دې اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونه پياوړي شوي او کولاى شي چې د ټاکنو په ورځ امنيت تامين کړي.
دى وايي: ((د ټاکنو په ورځ د امنيت د تامين لپاره زموږ پلان نهايي شوى او باور لرم چې د رايې ورکونې پروسه به په امن کې ترسره شي.))
ده وويل چې د ولايت امنيتي مسوولينو د پوليسو ټولو منسوبينو ته ويلي چې په ټاکنو کې د هر ډول درغليو او لاسوهنې مخه ونيسي.
دغه راز د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د اببازک کلي قومي مشر حاجي نعيم خان پژواک ته وويل چې په دغه کلي نږدې پر شرايط برابر ټولو کسانو پر تذکرو سټېکرونه لګولي او د رايې ورکولو لپاره چمتووالى لري.
دى وايي: ((زموږ د کلي ټول نارينه او ښځې حاضر دي چې رايه ورکړي خو امنيت يې بايد خوندي وي څو څوک لاس او ګوتې پرې نه کړي.))
همدارنګه د پل علم اوسېدونکې جميلې پژواک ته وويل چې د کورنۍ ټول غړي يې هوډ لري چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.
هغې زياته کړه: ((زموږ کلى پورک دى، ټولو ته معلومه ده چې نا امنه سيمه ده که امنيت تامين نه شي موږ نشو کولاى چې په ټاکنو کې برخه واخلو او د خپلې خوښې نوماندان ته رايه ورکړو.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسيدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې اړه د لوګر د ټاکنو کمېسيون رييس ايران ګل رغاند پژواک ته وويل، امنيتي مسوولينو دوى ته ډاډ ورکړى چې د دغه ولايت د ټولو ٣٢ مرکزونو امنيت به خوندي کوي.
ده وويل: ((امنيتي پلان تصويب شوى او موږ ته يې اطمينان راکړى چې امنيت به يې تامينوي.))
رغاند دا هم وويل، د ټاکنو ټول حساس مواد ولايت ته رسېدلي او ډېر ژر به يې انتقال ټاکنيزو مرکزونو او ولسواليو ته پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن