ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي مسوولین په غزني او لوګر کې د ۱۵ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

امنیتي مسوولین په غزني او لوګر کې د ۱۵ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
17 Sep 2019 - 12:08
امنیتي مسوولین په غزني او لوګر کې د ۱۵ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
17 Sep 2019 - 12:08

غزني ښار- پل علم (پژواک، ٢٦ وږى ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په غزني او لوګر ولايتونو کې د عملياتو په لړ او د خپل ماين چاودنه کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو د ستراتېژيکو اړيکو او عامه چارو دفتر سرپرست تورن ايمل خان د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو عمليات کړي دي.

دى وايي چې په دغو عملياتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.

دغه راز ايمل خان زياتوي چې بهرنيو ځواکونو د غزني د قره باغ ولسوالۍ په ګډي سيمه کې پر طالبانو هوايي بريد کړى چې په پايله کې يې د يوه سرګروپ په ګډون شپږ طالبان وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې ده.

په دغه ولايت کې د څلورمې پلې لوا وياند احمد شکيل تسل پژواک وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو غوښتل د خوښۍ ولسوالۍ په دوبندي سيمه کې پر لويه لار ماين ځاى پر ځاى کړي چې چاودنه يې پرې کړې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې درې طالبان وژل شوي او يو بل يې سخت ټپي شوى دى.

بل لور ته وسله والو طالبانو د يادو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه کې ليکلي، حکومت يو ځل بيا ادعا کړې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بيلابېلو سيمو کې ٩٠ طالبان وژل شوي خو دغه څرګندونې حقيقت نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.