ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي چارواکي په پکتیکا کې د ۹۰ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

امنیتي چارواکي په پکتیکا کې د ۹۰ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
17 Sep 2019 - 14:44
امنیتي چارواکي په پکتیکا کې د ۹۰ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
17 Sep 2019 - 14:44

ښرنه (پژواک، ٢٦ وږى ٩٨): د پکتيکا امنيه قوماندان وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال د دغه ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې ٩٠ وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال ايمل نيازي د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په وړممۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

دى وايي چې هوايي او کومانډو ځواکونه هم دغې ولسوالۍ ته رسېدلي او د طالبانو پر وړاندې يې عمليات پيل کړي دي.

د قوماندان په وينا، د وړممۍ په جګړه کې تر اوسه ٩٠ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د نيازي په خبره چې د وړممۍ په جګړه کې تر اوسه دوه پوليس ټپيان شوي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په ورته وخت کې د وړممۍ ولسوالۍ د سرحدي پوليسو قوماندان بدين کټوازي پژواک ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر امنيتي پوستو پرله پسې ډله ييز بريدونه کړي دي.

خو د نوموړي په وينا چې د هوايي بريدونو او ځمکني عملياتو پر مهال ١٠٧ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د وړممۍ یوه اوسېدونکي درمحمد پژواک ته وويل چې د لومړيو بريدونو پر مهال وسله والو طالبانو ډېرې پوستې ونيولې خو له هوايي بريدونو وروسته يې بېرته پوستې پرېښودې.

دى وايي چې اوس هم د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې جګړې روانې دي.

بل لور ته بيا طالبان د وړممۍ په اړه د پکتيکا د امنيتي مسوولينو څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د وړممۍ په جګړه کې تر اوسه نهه طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.

خو دى زياتوي چې په ياده جګړه کې لسګونو حکومتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.