ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان ته د ننګرهار د دور بابا له لارې د سوداګریزو مالونو پراخ قاچاق روان دی

پاکستان ته د ننګرهار د دور بابا له لارې د سوداګریزو مالونو پراخ قاچاق روان دی

author avatar
17 Sep 2019 - 14:21
پاکستان ته د ننګرهار د دور بابا له لارې د سوداګریزو مالونو پراخ قاچاق روان دی
author avatar
17 Sep 2019 - 14:21

جلال اباد (پژواک، ۲۶ وږی ۹۸): د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې هره ورځ پر سلګونو قچرو بار سوداګريز توکي په قاچاقي ډول پاکستان ته انتقالېږي؛ خو د ننګرهار والي په دې اړه خبرې کول د وخت ضیاع بولي.

د دوربابا د ګوړکو سيمه د دغو غير قانوني سوداګريزو توکو ستر مرکز دی چې شاوخوا څلوېښت سرايونه په کې د مالونو د ساتنې لپاره جوړ شوي دي.

هره ورځ دغلته په لسګونو لويو لاريو کې بار کانټينرونه له مالونو خالي کېږي او بيا د سلګونو قچرو په واسطه پر څڅوبي کنډو باندې پاکستان ته اوړي.

که څه هم د دغو مالونو انتقالوونکي وايي چې دغه مالونه په ننګرهار او هرات کې ګمرک کېږي خو پر قچرو باندې يې په پټو لارو تګ خپله د اندېښنې وړ خبره ده او په ډاګه کوي چې دا چاره غير قانوني ده.

مياخان په ګوړکو سيمه کې د يادې چارې د تنظيم کمېټې مشر دی.

دی وايي، دا چاره له تېرو نږدې پنځو لسيزو روانه ده او هغه مالونه دي چې په هرات او ننګرهار ګمرکونو کې ګمرک کېږي او پاکستان ته انتقالېږي.

ټوکر، د موټر ټيرونه، تلويزيونونه، تور چای او نږدې پنځوس قلمه بېلابېل خوراکي او غير خوراکي توکي هغه څه دي چې د نوموړي په وينا هره ورځ له دغې لارې پاکستان ته ځي.

مياخان په دې اړه له خبرو ډډه کوي چې ولې دا چاره د تورخم له لارې نه کېږي خو وايي، دلته يې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

هغه زياته کړه، قومي تړه (پرېکړه) يې کړې که هر چا له دې لارې له پاکستانه څه را انتقال کړل او يا يې هم له دېخوا نشه يي توکي انتقال کړل، د قوم له لوري به یې کور سوځول کېږي.

د ګوړکو سيمې يو قومي مشر حضرت نبي وايي، دا هغه مالونه دي چې د افغانستان له لوري ګمرک شوي خو پاکستان ته د دغه هېواد له ګمرکي محصول پرته انتقالېږي.

د هغه په وينا، ، ټول مالونه له چين، ايران او نورو هېوادونو څخه راځي او بيا پاکستان ته انتقالېږي.

خو تر ټولو جالبه يې دا ده چې د يو ټېلر موټر چلوونکي تازه د پاکستان له کراچۍ بندره سوداګريز توکي را انتقال کړي وو او دلته بېرته د قچرو په واسطه دغه هېواد ته انتقالېدل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.