ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې د ځانمرګي برید له امله ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي

په پروان کې د ځانمرګي برید له امله ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي

author avatar
17 Sep 2019 - 12:12
په پروان کې د ځانمرګي برید له امله ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي
author avatar
17 Sep 2019 - 12:12

درېیم تعقيب - چاريکار(پژواک، ٢٦ وږی ٩٨): په پروان کې د دولت جوړوونکي ټيم کمپایني غونډې ته څېرمه ځانمرګي برید چې مسوولیت یې طالبانو منلی ۲۶ کسان وژلي او ۴۲ نور یې ټپیان کړي دي.

 عیني شاهدان وايي، دغه ځانمرګی برید نن له غرمې مخکې ۱۱:۳۰ بجې د پروان په مرکز کې د تعلیمي مرکز لومړي نظام قراول ته نږدې داسې مهال ترسره شو چې په یاد مرکز کې د اشرف غني پر مشرۍ د دولت جوړوونکي ټيم کمپایني غوڼده روانه وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په دغه برید کې ۲۲ ملکي وګړي او څلور نظامیان وژل شوي او ۴۲ نور ملکيوګړي ټپیان دي.

د نوموړي په خبره، په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

 د پروان د مرکز چاریکارو يوه اوسېدونکي او ددغه برید عیني شاهد حاجي سید حبیب وویل، یو کس چې پر موټر سایکل سپور و داسې مهال د تعلیمي مرکز په لومړي نظام قراول کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې یوه ډله خلک غونډې ته د ننوتو په حال کې وو.

د یاد برید مسوولیت طالبانو منلی دی.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې دغه برید د دوی د یوه کس له خوا د ولسمشر پر ساتونکو او د ملي امنیت د ځانګړې قطعې پر سرتېرو داسې مهال کړی چې په دغه ځای کې کمپایني غونډه روانه وه. مجاهد وايي چې په یاد برید کې ۲۸ امنیتي سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

مجاهد یو ځل بیا خلکو ته ګواښ کړی چې په ټاکنیزو سیالیو کې ګډون ونه کړي، ځکه دده په خبره دغه ډول غونډې د طالبانو نظامي موخې دي.

بلخوا ولسمشرۍ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو په چاریکارو او کابل ښار کې ترسره شوي بریدونه غندلي دي.

د ارګ په هغه خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې ویل شوي، طالبانو په خپلو بشري ضد فعالیتونو په دوام په دو جلا بریدونو کې لومړی د چاریکارو ښار د لومړۍ حوزې اړوند تعلیمي مرکز ته نږدې او دویم د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ملي دفاع وزارت پېژنتون داخلي دروازې سره لسګونه هېواد والو ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

ولسمشر غني د یادو بریدونو د غندولو ترڅنګ ویلي: ((د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه د پروان ولایت زړورو اوسېدونکو تل له ازادۍ، د ولسواکۍ له ارزښتونو او جمهوري نظام څخه د دفاع لپاره ولاړ دي، او هېڅکله به دښمن ته اجازه ورنه کړي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.))

 ولسمشر زیاته کړې: ((د طالبانو له خوا د تروریستي بریدونو زیاتېدل او د افغانانو پر وژلو ټينګار د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د ناکامۍ سبب شو. طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام یو ځل بیا ثباته کړه چې په افغانستان کې سولې او ثبات ته لېوالتیا نه لري او ټول حرکتونه یې له دوکه ورکولو پرته بل څه نه دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.