ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د هېواد په کچه د درملو د توليد تر ټولو ستره فابريکه جوړېږي

په کندهار کې د هېواد په کچه د درملو د توليد تر ټولو ستره فابريکه جوړېږي

author avatar
17 Sep 2019 - 12:11
په کندهار کې د هېواد په کچه د درملو د توليد تر ټولو ستره فابريکه جوړېږي
author avatar
17 Sep 2019 - 12:11

کندهار (پژواک، ۲۶ وږی ۹۸): په کندهار کې د هېواد په کچه د درملو د تولید تر ټولو لویه فابریکه جوړېږي چې اوسمهال یې د ودانۍ جوړولو چارې نیمايي ترسره شوې دي.

د سنو فارما په نوم دغه فابریکه به پر نړیوال معیار درمل تولیدوي چې د کار ټول بهیر به یې د نړیوال روغتیايي سازمان له خوا څارل کېږي.

خلک او د روغتیا برخې کارکوونکي وايي، د دې فابریکې له فعالېدو سره به هېواد تر یوه بریده د درملو په برخه کې بر خپل ځان بسیا شي او د غیر معیاري درملو واردېدو مخنیوی به هم وشي.

د يادې فابریکې رییس محمد سعید صدیق پژواک خبري اژانس ته وویل، د سنو فارما په نوم د درملو دغه لویه فابریکه د ۷۱ افغان سوداګرو په ګډه ونډه جوړېږي چې دا په هېواد کې د ډېرو پانګه والو لومړنی سهامي شراکت دی.

هغه زیاته کړه، د دې فابریکې پر جوړولو ۳۱ میلیونه ډالر لګښت راځي چې اوس یې د ودانۍ جوړولو چارې نیمايي ترسره شوې دي.

د ده په خبره، په دې فابریکه کې به پر نړیوال سټنډرډ د اړتیا وړ ډېر درمل تولیدېږي او د کار ټول بهیر به یې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا څارل کېږي.

صديقي وویل: ((سنو فارما فابریکه د عامې روغتیا وزارت او نړیوال روغتیايي سازمان/WHO تر څار لاندې فعالیت کوي چې په نوې پرمختللې ټکنالوژې به سمبال وي.))

د ده په خبره، په دې فابریکه کې به د درملو تر څنګ ځینې غذاوې هم تولیدېږي.

دی وايي، په دې فابریکه کې به پر یوه وخت په سلګونو کسان کار کوي.

ده خبر ورکړ چې د دې فابریکې جوړولو چارې به ژر بشپړې شي او په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې به فعالیت پیل کړي چې له هېواده بهر به هم درمل صادروي.

خلک او د روغتیا برخې کارکوونکي په کندهار کې د هېواد په کچه د درملو د تولید د دې لویې فابریکې جوړېدل لوی پرمختګ ګڼي او په دې نظر دي چې له دې سره به هم هېواد تر یوه بریده د درملو په برخه کې بر خپل ځان بسیا شي او هم به د غیر معیاري درملو واردېدو مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې خلک اوسمهال شکایت کوي چې له بهر او په ځانګړې توګه له پاکستان څخه را واردېدونکي ډېر درمل بې کیفیته او بې اغېزې دي چې د درملنې پر ځای روغتیا ته زیان رسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.