د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امنیتي مسوولینو په لوګر کې د ټاکنو په ورځ له بشپړ امنیته ډاډ ورکړ

امنیتي مسوولینو په لوګر کې د ټاکنو په ورځ له بشپړ امنیته ډاډ ورکړ

Sep 17, 2019 - 16:34

پل علم (پژواک، ٢٦ وږى ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې د ټاکنو په ورځ يې د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت خونديتوب لپاره منظم پلان جوړ کړى او خلک کولاى شي په ډاډه زړه په ټاکنو کې ګډون وکړي.

په دې اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونه پياوړي شوي او کولاى شي چې د ټاکنو په ورځ امنيت تامين کړي.

دى وايي: ((د ټاکنو په ورځ د امنيت د تامين لپاره زموږ پلان نهايي شوى او باور لرم چې د رايې ورکونې پروسه به په امن کې ترسره شي.))

ده وويل چې د ولايت امنيتي مسوولينو د پوليسو ټولو منسوبينو ته ويلي چې په ټاکنو کې د هر ډول درغليو او لاسوهنې مخه ونيسي.

دغه راز د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د اببازک کلي قومي مشر حاجي نعيم خان پژواک ته وويل چې په دغه کلي نږدې پر شرايط برابر ټولو کسانو پر تذکرو سټېکرونه لګولي او د رايې ورکولو لپاره چمتووالى لري.

دى وايي: ((زموږ د کلي ټول نارينه او ښځې حاضر دي چې رايه ورکړي خو امنيت يې بايد خوندي وي څو څوک لاس او ګوتې پرې نه کړي.))

همدارنګه د پل علم اوسېدونکې جميلې پژواک ته وويل چې د کورنۍ ټول غړي يې هوډ لري چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.

هغې زياته کړه: ((زموږ کلى پورک دى، ټولو ته معلومه ده چې نا امنه سيمه ده که امنيت تامين نه شي موږ نشو کولاى چې په ټاکنو کې برخه واخلو او د خپلې خوښې نوماندان ته رايه ورکړو.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسيدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د لوګر د ټاکنو کمېسيون رييس ايران ګل رغاند پژواک ته وويل، امنيتي مسوولينو دوى ته ډاډ ورکړى چې د دغه ولايت د ټولو ٣٢ مرکزونو امنيت به خوندي کوي.

ده وويل: ((امنيتي پلان تصويب شوى او موږ ته يې اطمينان راکړى چې امنيت به يې تامينوي.))

رغاند دا هم وويل، د ټاکنو ټول حساس مواد ولايت ته رسېدلي او ډېر ژر به يې انتقال ټاکنيزو مرکزونو او  ولسواليو ته پيل شي.

دى وايي: ((موږ خپل اخري کوښښ کوو چې ټاکنې په شفافه توګه ترسره شي څو ټولو ته د منلو وي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې ١١٠زره کسانو په ټاکنو کې د رايه ورکوونکو په توګه نوم ليکنه کړې ده.

د يادونې ده، په ٢٠١٤ کال کې په لوګر کې د ټاکنيزو مرکزونو شمېر ٨٤ و خو اوس دغه شمېر ٣٢ ته را ټيټ شوی دی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement