د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوى ايران ته تللى

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوى ايران ته تللى

Sep 17, 2019 - 10:30

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٨): د طالبانو د قطر دفتر يو بل پلاوى تهران ته تللى او له ايراني چارواکو سره يې ليدلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د وږي په ٢٦مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د سياسي دفتر د مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ څلور کسيز پلاوی ايران ته سفر کړى دى.

هغه زياته کړې چې دغه پلاوي پرون په تهران کې د یاد هېواد د بهرنيو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره ليدلي دي.

شاهين ويلي، د طالبانو پلاوي د سولې پروسې د وروستیو بدلونونو، په هېواد کې د ايران د اقتصادي پروژو د پرمختګ او خونديتوب او د يوې پايداره سولې پر لارو چارو يې له ايراني پلاوي سره خبرې کړې دي.

د هغه په وينا، طالبان د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو په تېره بيا د ګاونډيو هېوادونو مثبت رول ته د قدر په سترګه ګوري.

د طالبانو وياند دغه راز ويلي چې د عباس ستانکزي په مشرۍ بل پلاوى چې څو ورځې مخکې مسکو ته تللى و، د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف او نورو چارواکو سره د ليدنو پر مهال هغوى ته د مذاکراتو ‌‌‌‌‌‌په هکله خپل موقف واضح کړ.

شاهين وايي، روسي پلاوي د مذاکراتو په اړه د طالبانو موقف تاييد او د توافقنامې له مخې يې له هېواده د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو ملاتړ وکړ.

د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو له درېدو وروسته روسيې او ايران ته د طالبانو پلاوو سفرونه کړي دي، ويل کېږي چې کوم پلاوى يې چين ته هم تللى، خو تر اوسه طالبانو رسمي نه دى تاييد کړى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement