کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۹۸): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په ننني برید کې د شپږو دولتي منسوبینو په ګډون ۲۲ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.
عیني شاهدان وايي چې دغه برید د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د ملي دفاع وزارت د کادر او پرسونل رياست په دروازه کې شوی دی.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې یاد برید نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د نهمې امنیتي حوزې اړوند احمدشاه مسعود څلور لاري ته نږدې پر عام سړک شوی دی.
هغه زیاته کړه: ((په یاده تروریستي پېښه کې د شپږو نظامي منسوبیو په ګډون ۲۲ کسان شهیدان او ۳۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.))
دده په خبره، په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د یاد برید مسوولیت طالبانو منلی دی.
د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي، یاد برید د ملي دفاع وزارت د پېژنتون ریاست په دروازه کې د افسرانو او سرتېرو په منځ کې شوی او له امله یې لسګونه نظامي منسوبین وژل شوي او ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن پروان ولایت کې هم د دولت جوړوونکي ټيم کمپایني غونډې ته څېرمه طالبانو ځانمرګی برید کړی دی.
کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه برید کې ۲۴ ملکي وګړي او څلور نظامیان وژل شوي او ۴۲ ملکي وګړي ټپیان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن