د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستان ته د ننګرهار د دور بابا له لارې د سوداګریزو مالونو پراخ قاچاق روان دی

پاکستان ته د ننګرهار د دور بابا له لارې د سوداګریزو مالونو پراخ قاچاق روان دی

Sep 17, 2019 - 14:21

جلال اباد (پژواک، ۲۶ وږی ۹۸): د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې هره ورځ پر سلګونو قچرو بار سوداګريز توکي په قاچاقي ډول پاکستان ته انتقالېږي؛ خو د ننګرهار والي په دې اړه خبرې کول د وخت ضیاع بولي.

د دوربابا د ګوړکو سيمه د دغو غير قانوني سوداګريزو توکو ستر مرکز دی چې شاوخوا څلوېښت سرايونه په کې د مالونو د ساتنې لپاره جوړ شوي دي.

هره ورځ دغلته په لسګونو لويو لاريو کې بار کانټينرونه له مالونو خالي کېږي او بيا د سلګونو قچرو په واسطه پر څڅوبي کنډو باندې پاکستان ته اوړي.

که څه هم د دغو مالونو انتقالوونکي وايي چې دغه مالونه په ننګرهار او هرات کې ګمرک کېږي خو پر قچرو باندې يې په پټو لارو تګ خپله د اندېښنې وړ خبره ده او په ډاګه کوي چې دا چاره غير قانوني ده.

مياخان په ګوړکو سيمه کې د يادې چارې د تنظيم کمېټې مشر دی.

دی وايي، دا چاره له تېرو نږدې پنځو لسيزو روانه ده او هغه مالونه دي چې په هرات او ننګرهار ګمرکونو کې ګمرک کېږي او پاکستان ته انتقالېږي.

ټوکر، د موټر ټيرونه، تلويزيونونه، تور چای او نږدې پنځوس قلمه بېلابېل خوراکي او غير خوراکي توکي هغه څه دي چې د نوموړي په وينا هره ورځ له دغې لارې پاکستان ته ځي.

مياخان په دې اړه له خبرو ډډه کوي چې ولې دا چاره د تورخم له لارې نه کېږي خو وايي، دلته يې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

هغه زياته کړه، قومي تړه (پرېکړه) يې کړې که هر چا له دې لارې له پاکستانه څه را انتقال کړل او يا يې هم له دېخوا نشه يي توکي انتقال کړل، د قوم له لوري به یې کور سوځول کېږي.

د ګوړکو سيمې يو قومي مشر حضرت نبي وايي، دا هغه مالونه دي چې د افغانستان له لوري ګمرک شوي خو پاکستان ته د دغه هېواد له ګمرکي محصول پرته انتقالېږي.

د هغه په وينا، ، ټول مالونه له چين، ايران او نورو هېوادونو څخه راځي او بيا پاکستان ته انتقالېږي.

خو تر ټولو جالبه يې دا ده چې د يو ټېلر موټر چلوونکي تازه د پاکستان له کراچۍ بندره سوداګريز توکي را انتقال کړي وو او دلته بېرته د قچرو په واسطه دغه هېواد ته انتقالېدل.

د ارمان جان په نوم دغه موټر چلوونکی نه پوهېږي چې ولې دا چاره ترسره کېږي خو وايي، ښايي د ګمرکي محصول د فرار په خاطر دا کړنه کېږي.

حيات ولي چې له نږدې شلو کلونو راهيسې په ګوړکو سيمه کې پر قچرو پاکستان ته سوداګريز توکي انتقالوي وايي، سلګونه قچرې هره ورځ د سرحدي پوليسو له پوستو د هغوی په اجازه تېريږي او مالونه وړي.

دی وايي، يوه قچره هره پېره له ۱۵۰۰ تر درېيو زرو کلدارو پورې ؟؟؟؟ کوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړی اصحاب ولي مسلم چې د همدې سيمې اوسېدونکی دی، دی هم مني چې ياده چاره ترسره کېږي او هغه اموال ځي چې د ننګرهار او هرات ګمرکونو کې يې محصول شوی وي.

خو نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې دا چاره د تورخم بندر له لارې په قير سړک نه کېږي وايي: ((د ظاهرشاه له وختونو دا چاره روانه ده، ډېرو خلکو ته په کې د کار زمينه برابره ده، موږ نه پوهېږو چې ولې پاکستان ته له دې لارې دا مالونه ځي؛ خو دومره ده چې له دې غاړې قانوني ځي او هغې غاړې د يو موټر په سر پاکستاني خاصه دار تر شل زرو کلدارو اخلي.))

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ننګرهار د والي شاه محمود مياخېل نظر له ځان سره ولري؛ خو نوموړي په دې اړه خبرې کول د وخت ضياع ياده کړه.

په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال محمد ايوب حسين خېل هم په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي او وايي، له ولايتي ادارې سره دې په اړه خبرې وشي.

خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، هېچا ته په دغه ولايت کې د قاچاق اجازه نه ورکول کېږي او امنيتي ځواکونه يې مخه نيسي.

دی وايي: ((موږ د قاچاق اجازه نه ورکوو، مخنيوی مو په تېر کې هم کړی، اوس يې هم کوو او بيا به يې هم کوو.))

داسې اندېښنې هم شته چې له همدې لارې په يادو قچرو له هغې غاړې چاودېدونکي توکي هم را انتقالېږي؛ خو د پژواک خبري ټيم يادې سيمې ته د تګ پر مهال داسې کوم څه په ډاګه نه کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement