د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د هېواد په کچه د درملو د توليد تر ټولو ستره فابريکه جوړېږي

په کندهار کې د هېواد په کچه د درملو د توليد تر ټولو ستره فابريکه جوړېږي

Sep 17, 2019 - 12:11

کندهار (پژواک، ۲۶ وږی ۹۸): په کندهار کې د هېواد په کچه د درملو د تولید تر ټولو لویه فابریکه جوړېږي چې اوسمهال یې د ودانۍ جوړولو چارې نیمايي ترسره شوې دي.

د سنو فارما په نوم دغه فابریکه به پر نړیوال معیار درمل تولیدوي چې د کار ټول بهیر به یې د نړیوال روغتیايي سازمان له خوا څارل کېږي.

خلک او د روغتیا برخې کارکوونکي وايي، د دې فابریکې له فعالېدو سره به هېواد تر یوه بریده د درملو په برخه کې بر خپل ځان بسیا شي او د غیر معیاري درملو واردېدو مخنیوی به هم وشي.

د يادې فابریکې رییس محمد سعید صدیق پژواک خبري اژانس ته وویل، د سنو فارما په نوم د درملو دغه لویه فابریکه د ۷۱ افغان سوداګرو په ګډه ونډه جوړېږي چې دا په هېواد کې د ډېرو پانګه والو لومړنی سهامي شراکت دی.

هغه زیاته کړه، د دې فابریکې پر جوړولو ۳۱ میلیونه ډالر لګښت راځي چې اوس یې د ودانۍ جوړولو چارې نیمايي ترسره شوې دي.

د ده په خبره، په دې فابریکه کې به پر نړیوال سټنډرډ د اړتیا وړ ډېر درمل تولیدېږي او د کار ټول بهیر به یې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا څارل کېږي.

صديقي وویل: ((سنو فارما فابریکه د عامې روغتیا وزارت او نړیوال روغتیايي سازمان/WHO تر څار لاندې فعالیت کوي چې په نوې پرمختللې ټکنالوژې به سمبال وي.))

د ده په خبره، په دې فابریکه کې به د درملو تر څنګ ځینې غذاوې هم تولیدېږي.

دی وايي، په دې فابریکه کې به پر یوه وخت په سلګونو کسان کار کوي.

ده خبر ورکړ چې د دې فابریکې جوړولو چارې به ژر بشپړې شي او په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې به فعالیت پیل کړي چې له هېواده بهر به هم درمل صادروي.

خلک او د روغتیا برخې کارکوونکي په کندهار کې د هېواد په کچه د درملو د تولید د دې لویې فابریکې جوړېدل لوی پرمختګ ګڼي او په دې نظر دي چې له دې سره به هم هېواد تر یوه بریده د درملو په برخه کې بر خپل ځان بسیا شي او هم به د غیر معیاري درملو واردېدو مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې خلک اوسمهال شکایت کوي چې له بهر او په ځانګړې توګه له پاکستان څخه را واردېدونکي ډېر درمل بې کیفیته او بې اغېزې دي چې د درملنې پر ځای روغتیا ته زیان رسوي.

هغوی دغه راز یادونه کوي چې د ټیټ کیفیت ترڅنګ د درملو د واردولو پر مهال د هوا سوړوالي او تودوخې ته نه پاملرنه، په غیر معیاري ګودامونو کې د درملو ساتنه او د کم اعتبار لرونک کمپنیو څخه د درملو واردول هم جدي ستونزې دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي نوراحمد میوند پژواک ته وویل، له بده مرغه د کلونو په تېرېدو اوس هم کندهار ته بې کیفیته درمل واردېږي چې خلکو ته هم مالي او هم روغتیايي زیان اړوي.

دی وايي، ډېری دغه درمل په قاچاقي لارو له پاکستان څخه راځي چې چارواکي یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د ده په خبره، ډېر مهال ناروغان د درملنې پر مهال د درملو د ټیټ کیفیت له امله اړ کېږي چې له یوه روغتون څخه بل او له یوه ډاکټر څخه بل ته لاړ شي چې هم یې پيسې بې ځایه مصرفېږي او هم د درملنې پر ځای نورې روغتیايي ستونزې ورته پېښېږي.

ميوند زياتوي، د درملنې په موخه له هېواد څخه بهر ته د تلو یو لامل همدا د ټیټ کیفیت درمل دي، ځکه کله چې یو ناروغ ډېرو ډاکټرانو ته په ورتلو نه ښه کېږي، مجبور دی د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.

خو دی هیله من دی چې د درملو د تولید د نوې لویې فابریکې په جوړېدو سره به تر ډېره بریده دغه ستونزه حل شي.

په کندهار کې یو شمېر ډاکتران او روغتیا پالان هم پر دې نظر دي چې دغه ولایت ته بې کیفیته، زاړه او د کم اغېز لرونکي درمل راوړل کېږي چې د خلکو روغتیايي ستونزې يې لا ډېرې کړي دي.

ډاکتر محمد نبي همدا خبره کوي او وايي، د درملو یو شمېر کمپنۍ داسې درمل واردوي چې له روغتیايي پلوه یې کیفیت ټیټ او د ناروغیو په درملنه کې موثریت نه لري.

دی وايي، طبابت ورځ تر بلې پرمختګ کوي، اړتیا ده چې هېواد ته له معتبرو او نوو تجربه کړل شوو کمپنیو څخه درمل وارد شي څو د عادي او پېچلو ناروغیو په درملنه کې ګټه ورڅخه واخیستل شي.

نوموړی هم هیله مند دی چې د درملو د نوې فابریکې په جوړېدو او ورته نورو اقداماتو دغه ستونزه هوارېدای شي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالقیوم پخلا هم په دې اند دی چې د سنو فارما په نوم د دغې لویې فابریکې فعالیت به د ډېرو درملو د واردولو مخنیوی وکړي.

ده هم وویل چې دغه فابریکه به د روغتیا نړیوال سازمان او عامې روغتیا وزارت تر څار لاندې فعالیت کوي او معیاري درمل به تولیدوي.

د معلوماتو له مخې، په کندهار کې دا مهال ۱۷۰ د درملو راجسټر شوې کمپنۍ شته چې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه درمل واردوي.

د روغتیايي چارو د کتونکو په اند په هېواد کې د بې کیفیته درملو د موجودیت د دې لامل شوی چې ډېر ناروغان بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او هند ته د درملنې لپاره لاړ شي.

د معلوماتو له مخې پاکستان او هند هر کال د افغان ناروغانو د درملنې او او درملو له درکه میلیونونه ډالر عاید تر لاسه کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement