پلخمري (پژواک، ٢٦ وږى ٩٨): د بغلان د امنيې قوماندانۍ مالي مسوول د يوه چسپکي ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن جاوېد احمد بشارت د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې په پلخمري ښار کې د قوماندانۍ مالي مسوول ابراهيم اندرابي پر موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې اندرابي وژل شوى او موټر يې هم زيانمن شوى دى.
نوموړى زياتوي چې د پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز د پلخمري ښار يوه هټۍ وال محمد داوود پژواک ته وويل چې د چاودنې غږ ډېر قوي و.
هغه وايي: ((چاودنه پر رينجر شوې، خو معلومه نه ده چې څومره کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.))
بل لور ته د دغه بريد مسوولت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د بغلان د نورو سيمو ترڅنګ په مرکز پلخمري کې هم امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن