ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«په هرات کې د ټاکنو بهیر په اړه عامه پوهاوی پراخ نه دی»

«په هرات کې د ټاکنو بهیر په اړه عامه پوهاوی پراخ نه دی»

author avatar
18 Sep 2019 - 19:33
«په هرات کې د ټاکنو بهیر په اړه عامه پوهاوی پراخ نه دی»
author avatar
18 Sep 2019 - 19:33

هرات ښار (پژواک، ٢٧ وږی ٩٨):  پر ټاکنو د څار بنسټونو یو شمېر غړي د ټاکنو په اړه د خلکو د نه پوهاوي په اړه اندېښمن دي او وايي، که دغه بهیر پراخ نه شي، ډېری هېوادوال به د معلوماتو د نه لرلو له امله د رایې ورکونې له حقه بې برخې شي.

د دوى په باور، تر اوسه د ټاکنو کمېسیون نه دی توانېدلی چې خلکو ته د ټاکنو د ملي بهیر په اړه پراخ تبلیغات وکړي.

د یادو فعالانو په خبره، ټاکنو کمېسیون نه دی توانېدلی چې په ولسوالیو کې د دغه ملي بهیر په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.

په لوېدیځ زون کې د تیفا مسوول شهیر احمد احمدیار نن پژواک خبري اژانس ته وویل: ((نه یواځې په کلیو او لرې پرتو سیمو کې، بلکې د ښار په کچه هم خلک د ټاکنو بهیر په اړه بشپړ معلومات نه لري.))

د هرات د ولایتي کمېسیون مسوولین وايي چې دوی پر ګواښونو سربېره هم خپلو مبلغان ولسوالیو ته لېږلي او د پوهاوي ورکولو بهیر روان دی.

په هرات کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي رفتر رییس احمد داوود صدیق وویل: ((له بدغه مرغه په ځینو ولسوالیو کې لوړ امنیتي ګواښونه موجود دی، زموږ مبلغین هر کلي ته نه شي تللای، دا جدي ستونزه ده خو ټولو ولسوالیو، ښار ان کلینیکونو او جوماتونو ته ځي او د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کوي.))

سربېره پر دې ډېری مدني فعالان د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د ټاکنیزو مرکزونو د امنیت ساتنې په اړه اندېښمن دي.

په ورته وخت کې، د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ډاډ ورکړ چې په ټول ولایت کې به له امنیتي ستونزو پرته ټاکنې ترسره شي.

نوموړي وویل: ((پولیس د ټولو هغو مرکزونو امنیت ساتې چې ټاکنې په کې ترسره کېږي او هېڅ اندېښنه نشته، خلک په ډاډه کولای شي رایې ورکړي.))

ولي زاده له خلکو، د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو او څارونکو وغوښتل چې د امنیت ساتنې په برخه کې د پولیسو او امنیتي سرتېرو همکاري وکړي.

ټاکل شوې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.