ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د شولګر ولسوالۍ خلک د طالبانو او دولتي ځواکونو له ظلمونو شکایت کوي

د بلخ د شولګر ولسوالۍ خلک د طالبانو او دولتي ځواکونو له ظلمونو شکایت کوي

author avatar
18 Sep 2019 - 17:39
د بلخ د شولګر ولسوالۍ خلک د طالبانو او دولتي ځواکونو له ظلمونو شکایت کوي
author avatar
18 Sep 2019 - 17:39

مزارشريف (پژواک، ۲۷ وږی ۹۸): د بلخ ولايت د شولګر ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي او قومي مشران چې د اعتراض په ډول د بلخ ولايتي شورا ته ورغلي وو، ادعا کوي چې د وروستيو جګړو له امله يې کورونه ويجاړ شوي او شتمني يې يا سوځېدلې او يا هم ترې چور شوې ده.

يادو قومي مشرانو د وږي په ۲۷مه د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې رسنيو ته وويل چې په ځينو ساحو کې حتی سيمه ييز پوليس ترې باج هم اخلي.

د شولګر ولسوالۍ د سياب کلي د انکشافي شورا مشر محمد عثمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې په سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده چې عامو خلکو ته په کې درانه زيانونه اوښتي دي.

ده زياته کړه، د جګړې دواړه غاړې د عامو خلکو کورونو او ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

نوموړي وويل: ((هم طالبان د خلکو له کورونو په دولتي ځواکونو بريدونه کوي او هم پوليس راغلي د خلکو د کورونو په منځ کې يې پوسته جوړه کړې چې له امله يې د سيمې خلک برباد شول.))

د هغه په خبره، بار بار يې له حکومتي ځواکونو غوښتنه کړې چې د خلکو د استوګنو کورونو له منځه دې خپله پوسته وباسي خو په خبره يې چې د بلخ امنيتي مسوولینو ژمنه کړې وه، خو پوره يې نه کړه.

نوموړی وايي، سياب سيمه ۱۴ کلي لري چې ټول خلک يې له خپلو کورونو وتلي دي. د جګړې او هوايي بريدونو له امله د عامو خلکو شاوخوا ۳۰ کورونه سوځېدلي دي.

دغه قومي مشر همداراز ادعا کوي چې په ياده سيمه کې سيمه ييزو پوليسو له ځينو کورونو باج هم اخيستی او بکسونه يې مات کړي دي.

د سياب کلي يوه بل اوسېدونکي مولوي نورمحمد هم پژواک ته وويل چې په شولګر ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت تر ټولو ناوړه حالت کې دی.

هغه داسې انځورونه هم رسنيو ته وښودل چې ښکاري د خلکو کورونه ويجاړ او سوځول شوي دي.

دغه قومي متنفذ وويل چې له يوې خوا جګړه او خلک په کې زيان ويني او بل لور ته يو شمېر سيمه ييز پوليس خپلې شخصي عقدې او پخوانۍ دښمنۍ پالي.

د ده په خبره، دوی د حکومتي ځواکونو د عملياتو مخالف نه دي، بلکې ملاتړ يې کوي؛ خو غوښتنه يې دا ده چې د عملياتو په نوم دې عام خلک نه ځورول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.