ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمندوالي: په ټاکنو کې له لاسوهونکو مامورينو سره به قانوني چلند وشي

د هلمندوالي: په ټاکنو کې له لاسوهونکو مامورينو سره به قانوني چلند وشي

author avatar
18 Sep 2019 - 15:22
د هلمندوالي: په ټاکنو کې له لاسوهونکو مامورينو سره به قانوني چلند وشي
author avatar
18 Sep 2019 - 15:22

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ وږی ۹۸): د هلمند والي وايي، له هغو نظامي او ملکي کارکوونکو سره به قانوني چلند وشي چې د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنې کوي.

د هلمند والي محمد ياسين دغه څرګندونې نن په لښکرګاه کې د خبريالانو خونديتوب کمېتې په هغې غونډه کې وکړې چې په کې ځايي مسوولينو، د ټاکنيزو کمېسيونونو استازو، مدني فعالانو، ښځو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، که کوم ملکي او نظامي کارکوونکي او يا هم اداره په راتلونکو ټاکنو کې مداخله وکړي عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې وسپاري.

نوموړي په دغه ولايت کې ولسمشريزو ټاکنو ته له هر ډول چمتووالي ډاډ ورکړ.

مدني فعالان امان الله حسرت او عبدالحق ځواکمن د ټاکنو ورځې د امنيت او په تاکنو کمېسيون کې د ځينو ستونزو يادونه وکړه.

هغه زياته کړه، که د تېرو پارلماني ټاکنو په څېر په کمېسيون کې تخنيکي او مديريتي ستونزې بيا هم  شتون ولري، ښايي ټاکنې تر پوښتنې لاندې راشي.

په هلمند کې د خبریالانو په استازیتوب زين الله ستانکزي او صفت الله زاهدي له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو په ورځ دې له خبريالانو سره د خپلواک کمېسيون مسوولين د معلوماتو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

هغه زياته کړه چې په تېرو ټاکنو کې له رسنيو سره معلومات پر وخت نه شريکېدل.

د هلمند د ملي امنيت رييس انجنير محمد طاووس او د ۲۱۵ ميوند قول اردو د څلورمې سرحدي لوا قوماندان بريد جنرال ظاهرګل مقبل بيا ډاډ ورکړ چې له امنيتي پلوه به د ټولو ٧٥ مرکزونو امنيت خوندي کېږي.

دوى ډاډ ورکړ چې هېڅ نظامي اداره او يا هم کارکوونکى به په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.