ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د سپين جومات د جوړېدو عملي چارې لا هم نه دي پيل شوې

ننګرهار کې د سپين جومات د جوړېدو عملي چارې لا هم نه دي پيل شوې

author avatar
18 Sep 2019 - 15:51
ننګرهار کې د سپين جومات د جوړېدو عملي چارې لا هم نه دي پيل شوې
author avatar
18 Sep 2019 - 15:51

جلال اباد (پژواک، ۲۷ وږی ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سپين جومات جوړېدو چارې چې د فساد له امله له کلونو راهيسې ټکنۍ دي، لا يې هم عملي کارونه نه دي پيل شوي.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې (د چنګاښ په ۲۴مه) د ننګرهار د ولايتي ادارې د ياد جومات په انګړ کې د دغه جومات د جوړېدو بيا پرانيسته وشوه او مسوولينو ډاډ ورکړ چې تر راتلونکو نهو مياشتو به يې کارونه سرته ورسېږي.

شاوخوا سل کاله وړاندې جوړ شوی دغه جومات نږدې لس کاله وړاندې په زلزله کې د زيانمېدو له امله ړنګ او د بيا رغونې چارې يې پيل شوې، چې په کې د پراخ فساد له امله تر اوسه دا جومات بيا د لمونځ جوګه نه شو.

ويل کېږي چې د دغه جومات پر پيسو چې د ملي سوداګرو له خوا ورکړل شوى، ميليونونه امريکايي ډالر فساد شوى.

د چارواکو په وينا، د دغه جومات د جوړېدو چارې چې پخوا ورته سوداګرو پيسې راټولولې، اوس يې خپل حکومت د واحد عملياتي ادارې له لورې د بنايي ملي اداره مخې ته وړي.

هغه مهال د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ويلي وو چې د جومات د جوړېدو چارې به دغه ځل نه ځنډېږي او نهو مياشتو کې به سرته ورسېږي.

خو پوره دوه مياشتې له دې پرانېستې واوښتې او لا تر اوسه يې هېڅ عملي کار نه دی پيل شوی.

د خلکو نيوکه دا ده چې له دې موضوع سياسي ګټه پورته شوې او يوازې ولايتي ادارې د خپل نوم په خاطر د جومات بيا کارونه پيل کړل خو لا هم کار نه دی پيل شوی.

د ولايتي شورا غړی اسرارالله مراد پژواک ته وويل، د جومات د کارونو پرانيسته وشوه خو لا هم ورته پيسې نه دي انتقال شوې.

دی وايي، د واحد عملياتي ادارې يې د رغونې ژمنه کړې خو لا تر اوسه يې د پيسو انتقال نه دی شوی.

مدني ټولنې وايي، د ننګرهار ټولو رغنيزو چارو ته تل په سياسي سترګه کتل شوي او له دغه ولايت سره د مېرې مور چلند شوی دی.

د دوی له ډلې روح الله لعلپوروال د سپين جومات په مسئله کې هم د ننګرهار وکيلانو ناغيړي کړې او هم ولايتي ادارې په جديت کار نه دی کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.