ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې وکیلان د تدارکاتو ملي اداره په فساد تورنوي

ځينې وکیلان د تدارکاتو ملي اداره په فساد تورنوي

author avatar
18 Sep 2019 - 19:40
ځينې وکیلان د تدارکاتو ملي اداره په فساد تورنوي
author avatar
18 Sep 2019 - 19:40

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۹۸): د ولسي جرګې د بودیجې او مالی کمیسیون رئیس ادعا لري چې جمهوري ریاست او د تدارکاتو ملی اداره د فساد مرکز ګرځېدلې ده، خو د تدارکاتو ملي اداره دغه څرګندونې بې اساسه بولي.

د بودیجې او مالي کمیسیون رئیس محمد اعظم محسني چې د تدارکاتو عالي کمیسیون غړيتوب هم لري، د دې جرګې په نننۍ غونډه کې وویل: ((مخکې به ټولو ویل چې د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه ګرځېدلی ده؛ خو اوس د تدارکاتو ملي اداره او ارګ په فساد تبدیل شوي دي.))

هغه زیاته کړه، هر هغه څه چې د تدارکاتو ملي اداره تر سره کړي، نهايي دي او دغه اداره هېڅ مرجع ته مسوول نه دي.

د نوموړي په وينا، د تدارکاتو ملي اداره د پروژو هېڅ ډول اسناد د خلکو له استازو سره په ولسي جرګه کې نه شریکوي.

محسني زیاته کړه: ((زه نور د ولسي جرګې يه استازیتوب د دې کمیسیون په غونډو کې ګډون نه کوم؛ ځکه هر کار چې هغوى کوي، د ملي شورا د استازیو له خوا ورته مشروعیت ورکول کېږي.))

دغه راز ده وویل چې تېر کال، ملي شورا د ملي تدارکاتو قانون تعدیل کړ؛ خو دغه قانون د ولسمشر له خوا تر اوسه په دې دلیل نه دی توشیح شوی، تر څو د ملي تدارکاتو ادارې کارکوونکي د قراردادونو په ورکړه کې خلاص لاس ولري.

نوموړي زیاته کړه چې تېر کال ولسمشر د ملي تدرکاتو د قانون له تعدیل وروسته، د تدارکاتو د عالي کمیسیون په غونډ کې ورته وویل، دا قانون ملي شورا په پټه تعدیل کړی، په دې دلیل يې هغه نه توشیح کوي.

ده وویل، ملي شورا د تدارکاتو قانون په دې ډول تعديل کړی چې ولسمشر، دویم مرستیال يې او د حکومت اجرائیه رئیس د تدارکاتو د عالي کمیسیون غړیتوب ونه لري او د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو سره چې هغوى يې له مخکې غړیتوب لري، د تجارت او صنایعو، او ټولنیزو چارو وزایران دې د یاد کمیسیون غړيتوب ولري.

هغه زیاته کړه چې د دې ډول تعدیل مطابق باید د یاد کمیسیون ریاست له یادو پنځو وزیرانو څخه د یوه په غاړه وي.

دغه راز ده وویل، ۹۵ سلنه ساختماني پروژې چې هره پروژه يې میلیونونه افغانیو ته رسېږي، له یوې سرچينې څخه د جمهوري ریاست عملیاتي معاونیت له خوا تر سره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په یادو قراردادونو کې پراخه پیمانه فساد شوی دی و، په دې اړوند د ملي تدارکاتو ادارې چوپتیا غوره کړې ده.

د غزني د خلکو استازي محمد عارف رحماني په ولسي جرګه کې وویل چې ارګ او د ملي تدارکاتو اداره د فساد په زړه اوښتي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.