ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​امريکا: طالبان دې د تاوتريخوالي پر ځاى سولې ته رښتينې ژمنه وښيي

​امريکا: طالبان دې د تاوتريخوالي پر ځاى سولې ته رښتينې ژمنه وښيي

author avatar
18 Sep 2019 - 17:07
​امريکا: طالبان دې د تاوتريخوالي پر ځاى سولې ته رښتينې ژمنه وښيي
author avatar
18 Sep 2019 - 17:07

کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د پروان او کابل پرونيو بريدونو ته په اشاره وايي چې طالبان په دې ډول کړنو سره د افغانانو او ملي ادارو پر وړاندې خپله بې پروايي په ډاګه کوي.

پرون په پروان ولايت کې د دولت ساز ټاکنيز ټيم پر يوې غونډې ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې ٣٠ کسان ووژل شول او تر ٦٠ زيات ټپيان شول.

دغه راز په کابل ښار کې هم پرون ځانمرګى بريد وشو چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٢ کسان په کې ووژل شول او ٣٨ نور ټپيان شول.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د امريکا سفير جان باس د افغانستان پر ملکي خلکو او ملکي ادارو د طالبانو دغه بريدونه په کلکه غندلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو د پرونيو دوو هغو بريدونو مسووليت اخيستى چې په کې عام افغانان وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په بغلان ولايت کې د طالبانو له خوا د برېښنا پايو الوځولو له امله افغانان په تيارو کې ډوب شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه راز ويلي چې د طالبان له خوا د برېښنا مزو پرې کولو له امله د کورونو ترڅنګ په روغتونونو، ښوونځيو او نورو عام المنفعه ځايونو کې هم برېښنا پرې شوې او خلک له ستونزو سره مخ دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ډول بريدونو سره د خلکو او ملي ادارو پر وړاندې پر وړاندې د طالبانو بې پروايي په ډاګه کوي.

امريکا ويلي، د دې لپاره چې افغانان په رښتيې توګه پخلاينه وکړي، طالبان بايد د سولې لپاره خپله واقعي ژمنتيا وښيي، نه دا چې تاوتريخوالي او ورانيو ته ادامه ورکړي.

وسله والو طالبانو ويلي چې په پرونيو بريدونو کې يې نظامي کسانو ته مرګ ژبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.