کابل – جلال اباد (پژواک ٢٧ وږى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي، په ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو د وېش پر دفتر ډله ييز وسله وال بريد د درېيو بريدګرو او څلورو ملکي وګړو په وژل کېدو او ١٢ تنو نورو په ټپي کېدلو سره پاى ته ورسېد.
دغه مطلب د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي په خپلې فيسبوک پاڼه کې خپور کړى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماسپښين په ١:٣٠ بجو جلال اباد په درېيمه ناحيه پر ياد دفتر ځانمرګى بريد وشو. وروسته امنيتي ځواکونه د بريد د مهارولو لپاره سيمې ته ورسېدل.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند ماښام وويل چې دغه بريد د درېيو بريدګرو په واسطه شوى چې ټول يې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول. دغه راز په دې بريد کې ٤ ملکيان او ١٢ تنه نور ژوبل شوي دي.
د هغه په وينا، د دې دفتر ټول کارکوونکي د امنيتي ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن