ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د برښنایي تذکرو پر دفتر برید کې ۴ ملکیان او ۳ بریدګر وژل شوي

جلال اباد کې د برښنایي تذکرو پر دفتر برید کې ۴ ملکیان او ۳ بریدګر وژل شوي

author avatar
18 Sep 2019 - 21:39
جلال اباد کې د برښنایي تذکرو پر دفتر برید کې ۴ ملکیان او ۳ بریدګر وژل شوي
author avatar
18 Sep 2019 - 21:39

جلال اباد : (پژواک، ۲۷ وږی ۹۸) : د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د برښنایی تذکرو پر دفتر ډله ییز برید کې څلور ملکي وګړي او درې بریدګر وژل شوی او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل  دوږي په ۲۷مه تر ماښام وروسته وويل، نن ورځ شاوخوا يوه نيمه بجه د برېښنايي پيژند پاڼو مرکز په دروازه کې يو ځانمرګي بريدګر ځان پورې تړلو چاوديدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او دوه نور ياد مرکز ته دننه شوي و.

نوموړي زیاته کړه، چې د بريد سره سم امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسيدل، چې په ياد مرکز کې يې د کار کوونکو او مشتريانو د ساتنې او وسله والو مخالفينو لمنځه وړلو په موخه دقيق عمليات پيل کړل.

هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو د برېښنايي پيژند پاڼو پنځوس تنه مامورين او مشتريان په خوندي ډول ژغورلي ؛ خو دولس تنه نور، چې ټپيان شوي و په حوزوي روغتون کې تر لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته ليږلي.

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وايي، چې د ټپيانو له جملې د برېښنايي تذکرو دوه مامورين او يو ماشوم په حوزوي روغتون کې بستر شوي، چې وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

 مياخيل زياته کړه: (( په خواشينۍ سره بايد ووايم، چې په دغه پېښه کې دوه پولیس او دوه ملکي وګړي شهيدان شوي او يو پولیس ټپي شوی دی.))

هغه پر ياده پېښه خواشيني وښوده، وژل شویو ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.

ده له امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې په مسلکي او دقت ډول يې عمليآت ترسره کړل بريدګر يې لمنځه يوړل او په ياد مرکز کې يې بند کسان وژغورل.

د دې معلوماتو ورکړې پر مهال د ولايت مرستيال تميم عارف مومند او د ملي اردو څلورمې لواء قوماندان بريد جنرال محمد کريم نيازي هم شتون درلود.

ددې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.