ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې لس زره کسانو ته د جلغوزيو راټولولو وسايل ورکول کېږي

خوست کې لس زره کسانو ته د جلغوزيو راټولولو وسايل ورکول کېږي

author avatar
18 Sep 2019 - 15:58
خوست کې لس زره کسانو ته د جلغوزيو راټولولو وسايل ورکول کېږي
author avatar
18 Sep 2019 - 15:58

خوست ښار (پژواک، ۲۷ وږی ۹۸): د خوست ولايت د هغو سيمو چې جلغوزي لري، لسو زرو کسانو ته په مسلکي ډول د جلغوزيو د حاصلاتو راټولولو وسايل وېشل کېږي.

ځايي چارواکي وايي چې دغه وسايل د کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي برنامې په چوکاټ کې پر يادو کسانو وېشل کېږي.

په ازمايښتي ډول نن (د وږي ۲۷مه) د دغه ولايت د نادرشاه کوټ، تڼي، دوه منده، موسی خېل، قلندر او سپېرې ولسوالۍ پر څه باندې اووه سوو کسانو ووېشل شول.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې په دې سره به د جلغوزيو په محصولاتو کې څلوېښت سلنه زياتوالی راشي.

د المرخان په نوم د قلندر ولسوالۍ يوه کروندګر پژواک  خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې تر اوسه پورې يې د جلغوزيو حاصلات په غير فني ډول راټولول.

نوموړی زياتوي، دا چې اوس په دې برخه کې له نويو او مسلکي وسايلو برخمن شو، نو د جلغوزيو په حاصلاتو کې به يې هم زياتوالی راشي.

ده زياته کړه: ((مخکې موږ داسې چنګک جوړاوو چې غوټه به مو پرې راونيوه، چې راکش به مو کړ نو ټوله څانګه به پسې ماته شوه. اوس يې داسې چنګک راکړ چې بټن سره کار کوي. نوې غوټې هم روغې رمټې پاتې کېږي.))

د روح الله په نوم د سپېرې ولسوالۍ د جلغوزيو يوه بل ګروندګر پژواک ته وويل چې په طبيعي ډول د جلغوزيو ونې ډېرې لوړې وې او ورختل ډېر ګران دي، خو د دې الۍ په استعمال سره به يې ياده ستونزه حل شي.

هغه زياته کړه: ((موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ يو، کله چې يوې ونې ته ورخېژو نو ډېر سخت وي، ځينې ونې اسانې خو خينې بيا ډېرې لوړې وي او ورختل ډېر مشکل وي، خو که دا نوې اله استعمال کړو، نو د غوټو راشکول ډېرې اسان تمامېږي.))

بلخوا په سوېل ختيځ زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامې مشر عنايت الله ځلاند پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو وسايلو له وېش څخه يې موخه د جلغوزيو راټولولو پروسې ميکانيزه کول دي.

د هغه په وينا، که چېرې دې چارې مثبته پايله ورکړه نو په راتلونکي کې به د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامې په مالي مرسته په دغه ولايت کې د جلغوزيو د پروسس مرکز هم جوړ شي.

دی وايي: ((د دې وسايلو مهمې ګټې دا دي چې يو د راتلونکي کال غوټی چې مخکې د کروندګرو له خوا په غير مسلکي ډول شکيدلې، هغه له منځه نه ځي او په راتلونکي کال کې به حاصل په کافي اندازه وي. بل هغه حاصل به په ځمکه نه لږيږي او په منظمه توګه به راټوليږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.