د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ د شولګر ولسوالۍ خلک د طالبانو او دولتي ځواکونو له ظلمونو شکایت کوي

د بلخ د شولګر ولسوالۍ خلک د طالبانو او دولتي ځواکونو له ظلمونو شکایت کوي

Sep 18, 2019 - 17:39

مزارشريف (پژواک، ۲۷ وږی ۹۸): د بلخ ولايت د شولګر ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي او قومي مشران چې د اعتراض په ډول د بلخ ولايتي شورا ته ورغلي وو، ادعا کوي چې د وروستيو جګړو له امله يې کورونه ويجاړ شوي او شتمني يې يا سوځېدلې او يا هم ترې چور شوې ده.

يادو قومي مشرانو د وږي په ۲۷مه د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې رسنيو ته وويل چې په ځينو ساحو کې حتی سيمه ييز پوليس ترې باج هم اخلي.

د شولګر ولسوالۍ د سياب کلي د انکشافي شورا مشر محمد عثمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې په سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده چې عامو خلکو ته په کې درانه زيانونه اوښتي دي.

ده زياته کړه، د جګړې دواړه غاړې د عامو خلکو کورونو او ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

نوموړي وويل: ((هم طالبان د خلکو له کورونو په دولتي ځواکونو بريدونه کوي او هم پوليس راغلي د خلکو د کورونو په منځ کې يې پوسته جوړه کړې چې له امله يې د سيمې خلک برباد شول.))

د هغه په خبره، بار بار يې له حکومتي ځواکونو غوښتنه کړې چې د خلکو د استوګنو کورونو له منځه دې خپله پوسته وباسي خو په خبره يې چې د بلخ امنيتي مسوولینو ژمنه کړې وه، خو پوره يې نه کړه.

نوموړی وايي، سياب سيمه ۱۴ کلي لري چې ټول خلک يې له خپلو کورونو وتلي دي. د جګړې او هوايي بريدونو له امله د عامو خلکو شاوخوا ۳۰ کورونه سوځېدلي دي.

دغه قومي مشر همداراز ادعا کوي چې په ياده سيمه کې سيمه ييزو پوليسو له ځينو کورونو باج هم اخيستی او بکسونه يې مات کړي دي.

د سياب کلي يوه بل اوسېدونکي مولوي نورمحمد هم پژواک ته وويل چې په شولګر ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت تر ټولو ناوړه حالت کې دی.

هغه داسې انځورونه هم رسنيو ته وښودل چې ښکاري د خلکو کورونه ويجاړ او سوځول شوي دي.

دغه قومي متنفذ وويل چې له يوې خوا جګړه او خلک په کې زيان ويني او بل لور ته يو شمېر سيمه ييز پوليس خپلې شخصي عقدې او پخوانۍ دښمنۍ پالي.

د ده په خبره، دوی د حکومتي ځواکونو د عملياتو مخالف نه دي، بلکې ملاتړ يې کوي؛ خو غوښتنه يې دا ده چې د عملياتو په نوم دې عام خلک نه ځورول کېږي.

هغه وويل: ((دا عکسونه، دا ټول کورونه د بمبار له امله سوځېدلي دي، په دې کورونو کې که هر چا يو طالب پيدا کړ، بيا دې موږ ټول بنديان کړي؛ خو اصلي خبره دا ده چې له موږ سره د مور ميرې چلند کوي.))

نوموړی زياتوي، سيمه ييز پوليس له خلکو سره د قوم او ژبې له مخې برخورد کوي چې له امله يې د خلکو پر وړاندې د دولت باور ته زيان رسېږي.

د هغه په وينا، که د بلخ سيمه ييز حکومت يې غږ وانه وري، نو دوی مجبور دي چې کابل ته ولاړ شي او د ارګ مخې ته خېمه ووهي.

د بلخ د ولايتي شورا غړي حاجي شاه محمد هم وويل چې امنيتي ځواکونه بايد خلکو ته د ستونزو جوړولو پر ځای د هغوی مشکلاتو ته رسېدنه وکړي.

نوموړي وويل، د خلکو ستونزې يې واورېدې او د حل کولو لپاره يې به يې د بلخ له سيمه ييزو چارواکو سره شريکې کړي.

د ولايتي شورا دغه غړی همدا راز وايي چې عام خلک د جګړې قرباني دي او د جنګ اړخونه بايد د ملکي خلکو ژوند او مال ته ډېره پاملرنه وکړي.

په ورته مهال د بلخ امنيه قومانداني بيا نه مني چې ګني دولتي ځواکونو دې عامو خلکو ته زيان رسولی وي.

د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه هڅه کوي څو د عملياتو پر مهال د سيمې خلکو ته زيان ونه رسېږي.

د هغه په وينا، ډېری وخت وسله وال طالبان عامو خلکو ته زيان او تلفات اړوي.

نوموړي زياته کړه، ياد قومي مشران بايد په سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي څو وسله وال طالبان د خلکو له کورونو څخه د جګړې په موخه استفاده ونه کړي.

هغه وويل، کورنيو چارو وزارت ټولو پوليسو ته امر کړی چې په هېڅ وخت او په هېڅ ډول ورته ملکي تلفات د منلو وړ نه دي او هغو چارواکو سره قانوني چلند کوي چې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې سبب وګرځي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement