ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيو چارو وزارت: د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې ښايي بېرته پيل شي

د بهرنيو چارو وزارت: د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې ښايي بېرته پيل شي

author avatar
18 Sep 2019 - 18:28
د بهرنيو چارو وزارت: د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې ښايي بېرته پيل شي
author avatar
18 Sep 2019 - 18:28

کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٨): د افغانستان د بهرنيو چارو زارت وايي، ګومان کېږي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ درېدلې خبرې اترې له سره پيل شي.

دغه څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي د وږي په ٢٧مه په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.

احمدي په داسې حال کې دا وړاندوينه کوي چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې له ځانمرګي بريد وروسته چې په ترڅ کې يې د يوه امريکايي په ګډون دوه د ناټو سرتېري او لس افغانان ووژل شول، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره خبرې ودرولې.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه،  په قوي ګومان سره چې د طالبانو او امريکا ترمنځ درېدلې خبرې اترې له سره پيل شي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

احمدي د سيمې هېوادونو ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوو د سفرونو په اړه وويل چې د افغانستان دولت د سولې د هغو هڅو چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې نېغ په نېغه خبرو ته زمينه برابروي، هرکلى کوي.

د يادونې ده، په تېره يوه اوونۍ کې د طالبانو د قطر دفتر دوه پلاوي روسيې او ايران ته سفرونه کړي دي.

خو د بهرنيو چارو وزارت وياند ټينګار وکړ چې طالبان نه شي کولى د تاوتريخوالي له لارې د افغانستان حکومت خبرو اترو ته اماده کړي.

د افغانستان حکومت څو ورځې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو تر ترسره کېدو پورې د سولې خبرو درېدو اعلان کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.