د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات وکیلان: د هرات ګمرک عایدات ۴۳ سلنه کم شوي

د هرات وکیلان: د هرات ګمرک عایدات ۴۳ سلنه کم شوي

Sep 18, 2019 - 16:31

 

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ٩٨): په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي وايي چې د هرات ګمرک عایدات اسلام کلا ته له مرکز څخه د ګمرک د انتقال او په یاد بندر کې د ګمرک د مامورینو نه خوندیتوب له امله هره ورځ له ۷۰ میلیونه افغانیو څخه ۴۰ میلیون افغانۍ ته کم شوي دي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي منورشاه بهادري د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د هرات ګمرک شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د هرات له مرکز څخه اسلام کلا بندر ته انتقال شوی دی.

د ده په خبره، د یاد ګمرک عایدات له انتقال وروسته شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوي؛ ځکه د ګمرک مامورین خوندي نه دي.

هغه زیاته کړه، د اسلام کلا بندر تر هرات ښار پورې ۱۲۰ کیلومتره واټن لري او مافیا په اسانۍ کولایت شي د لارې په اوږدو کې د ګمرک مامورین وګواښي.

د نوموړي په خبره، مامورینو ته د مرګ ګواښ شوی، څو یو جنس د بل جنس په توګه محصول کړي.

نوموړي د بېلګې په ډول وویل: ((تور چای د سمټو په نوم محصول شوی دی.))

بهادري زیاته کړه، کله چې ګمرک د هرات په مرکز کې و، د کار یې جدي څارنه کېدنه او مامورینو ته ګواښ نه و.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو بل استازي غلام فاروق نظري هم ورته نظر درلود او وویل، د ګمرک له انتقال وروسته عایدات هره ورځ له ۷۰ میلیون افغانیو څخه ۴۰ میلیون افغانیو ته راکم شوي دي.

هغه وویل: ((که کوم مامور د مافیا غوښتنه ونه مني وژل کېږي، دا ګټه یوازې د مافیا جېبونو ته ځي او باید د ملي عوایدو د حیف و میل مخه ونیول شي.))

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو بل استازي حاجي شاه پور پوپل هم د هرات ولایت د ګمرک د ملي عایداتو د حیف و میل د څېړنو غوښتنه وکړه او ویې ویل، کافي اسناد او شواهد شته چې عایدات کم شوي دي.

هغه د عایداتو د کمښت د لاملونو د څېړلو غوښتنه وکړه او ویې ویل، د دې قضیې څېړلو لپاره باید د ولسي جرګې بې طرفه پلاوی وټاکل شي.

د ولسي جرګې لومړي نایب امیرخان یار چې د جرګې د نننۍ ناستې مشري یې کوله وویل، دغه موضوع دې د بودیجې د مالي کمېسیون له لارې د اقتصاد او مالیې وزارتونو سره شریکه شي.

هغه زیاته کړه، د ملي عایداتو حیف او میل ملي جرم دی او له عاملینو سره یې باید قانوني چلند وشي.

یار زیاته کړه: ((زه دغه موضوع له ناستې وروسته د ټلېفون له لارې له مسوولینو سره شریکوم او د هرات ولایت استازو ته وخت اخلم چې د مالیې او اقتصاد له وزیرانو سره خبرې وکړي.))

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د مالیې وزارت نظر واخلي خو له پرله پسې اړیکو وروسته هم د یاد وزارت د مسوولینو په ځواب اخیستو بریالی نه شو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement