کابل (پژواک، ۲۷ وږی ٩٨): په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي وايي چې د هرات ګمرک عایدات اسلام کلا ته له مرکز څخه د ګمرک د انتقال او په یاد بندر کې د ګمرک د مامورینو نه خوندیتوب له امله هره ورځ له ۷۰ میلیونه افغانیو څخه ۴۰ میلیون افغانۍ ته کم شوي دي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي منورشاه بهادري د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د هرات ګمرک شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د هرات له مرکز څخه اسلام کلا بندر ته انتقال شوی دی.
د ده په خبره، د یاد ګمرک عایدات له انتقال وروسته شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوي؛ ځکه د ګمرک مامورین خوندي نه دي.
هغه زیاته کړه، د اسلام کلا بندر تر هرات ښار پورې ۱۲۰ کیلومتره واټن لري او مافیا په اسانۍ کولایت شي د لارې په اوږدو کې د ګمرک مامورین وګواښي.
د نوموړي په خبره، مامورینو ته د مرګ ګواښ شوی، څو یو جنس د بل جنس په توګه محصول کړي.
نوموړي د بېلګې په ډول وویل: ((تور چای د سمټو په نوم محصول شوی دی.))
بهادري زیاته کړه، کله چې ګمرک د هرات په مرکز کې و، د کار یې جدي څارنه کېدنه او مامورینو ته ګواښ نه و.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو بل استازي غلام فاروق نظري هم ورته نظر درلود او وویل، د ګمرک له انتقال وروسته عایدات هره ورځ له ۷۰ میلیون افغانیو څخه ۴۰ میلیون افغانیو ته راکم شوي دي.
هغه وویل: ((که کوم مامور د مافیا غوښتنه ونه مني وژل کېږي، دا ګټه یوازې د مافیا جېبونو ته ځي او باید د ملي عوایدو د حیف و میل مخه ونیول شي.))
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو بل استازي حاجي شاه پور پوپل هم د هرات ولایت د ګمرک د ملي عایداتو د حیف و میل د څېړنو غوښتنه وکړه او ویې ویل، کافي اسناد او شواهد شته چې عایدات کم شوي دي.
هغه د عایداتو د کمښت د لاملونو د څېړلو غوښتنه وکړه او ویې ویل، د دې قضیې څېړلو لپاره باید د ولسي جرګې بې طرفه پلاوی وټاکل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن