د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هلمند د واشیر د امنیه قوماندان په ګډون څلور پولیس ټپیان شوي

د هلمند د واشیر د امنیه قوماندان په ګډون څلور پولیس ټپیان شوي

Sep 18, 2019 - 16:46

لښکرګاه (پژواک، ٢٧ وږى ٩٨): د هلمند د واشير ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون څلور پوليس په يوه چاودنه کې ټپيان شوي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن محمد زمان همدرد د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د واشير ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن شميم احمد نورزى له يو شمېر نورو پوليسو سره په ګزمه بوخت و چې چاودنه پرې شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د نورزي په ګډون څلور پوليس ټپيان شوي او يو بل وژل شوى دى.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې چاودنه د قوماندان پر هاموې ټانګ شوې ده.

همدارنګه د هلمند د ولايتي شورا رييس عطالله افغان وويل چې څارمن شميم احمد نورزى پياوړى سرتېرى دى، د درملنې لپاره يې بايد جدي اقدامات وشي.

د يادونې ده، واشير د هلمند له لرو پرتو او نا امنو ولسواليو ده چې دا مهال يې ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement