کابل (پژواک ٢٧ وږى ٩٨): ولسمشر غني وايي، ډېر ژر به له قزاقستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د صادراتو قرارداد لاسلیک شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان د سوداګرۍ خونې له منتخبو استازو سره وکتل.
سرچينه زياتوي، په دغه کتنه چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي په خپلو خبرو کې وویل، له ۸ کلونو وروسته د سوداګرۍ خونې د استازو د ټاکلو په خاطر ټاکنې وشوې او د سوداګرۍ خونې ۱۲ زره غړو په کې ګډون کړی وو چې له منځه یې د ولایتي بورډ ۳۰۰ او د مدیره پلاوي ۲۱ غړي انتخاب شول.
هغه زیاته کړه، په لغمان، پنجشېر، پکتیا، میدان وردک او د کندهار په سپین بولدک کې د سوداګرۍ خونې دفترونه پرانیستل شوي دي.
وروسته د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال او سرپرست خانجان الکوزي او د سوداګرۍ خونې عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت خصوصي سکتور ته د جمهور رئیس د پاملرنې مننه وکړه او ويې ویل، د خصوصي سکتور او صعنت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ واټن را کم شوی او د سوداګرۍ خونه د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د پله په څېر عمل کوي.
ورپسې جمهور رئیس غني د سوداګرۍ خونې د غړو د ټاکنو د مبارکۍ ترڅنګ وویل، له اوزبیکستان سره د ۱۰۰۰ میګا واټه برېښنا قرارداد لاسلیک شوی او په ۱۸ میاشتو کې بشپړېږي چې د برېښنا د کمبود ستونزه به حل شي.
ده زیاته کړه، ژر به د مالیې وزارت سرپرست له قزاقستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د صادراتو قرارداد لاسلیک کړي.
د هغه په وينا، حکومت او خصوصي سکتور دې د هیواد د انکشاف لپاره زیات کار وکړي، ترڅو افغانستان ترانزیټي او پرځان بسیا شي. دغه راز پر وچو بندرونو پراخه پانګونه کېږي او هر وچ بندر به پر یوه ښارګوټي بدل شي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې له خصوصي سکتور څخه وغوښتل هڅه وکړي چې افغانستان په صادراتي هیواد بدل شي، ځکه د دې لپاره شرایط چمتو شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن