پل علم (پژواک، ٢٧ وږى ٩٨): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې درې ماشومان وژل شوي او څلور نور ملکي وګړي ټپيان دي.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د دهنو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو هم بېرته ځوابي ډزې کړې چې بيا د دې جګړې له امله درې ماشومان وژل شوي او څلور نور ملکي کسان ټپيان شوي دي.
د لونګ په خبره، تر اوسه معلومه نه ده چې يادو ملکي کسانو ته د چا د ډزو له امله مرګ ژوبله اوښتې خو د قضيې روښانولو لپاره د ولايت له لوري پلاوى ټاکل شوى دى.
په ورته وخت کې د دهنو سيمې اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل چې تېر ماښام د دوى په کلي کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.
ده وويل: ((پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده، درې ماشومان په کې وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شوي دي.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، محمد اغه د پلازمېنې کابل جنوب ته په ٣٠ کيلومترۍ پرته د لوګر ولايت نا امنه ولسوالۍ ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن