د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د سپين جومات د جوړېدو عملي چارې لا هم نه دي پيل شوې

ننګرهار کې د سپين جومات د جوړېدو عملي چارې لا هم نه دي پيل شوې

Sep 18, 2019 - 15:51

جلال اباد (پژواک، ۲۷ وږی ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سپين جومات جوړېدو چارې چې د فساد له امله له کلونو راهيسې ټکنۍ دي، لا يې هم عملي کارونه نه دي پيل شوي.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې (د چنګاښ په ۲۴مه) د ننګرهار د ولايتي ادارې د ياد جومات په انګړ کې د دغه جومات د جوړېدو بيا پرانيسته وشوه او مسوولينو ډاډ ورکړ چې تر راتلونکو نهو مياشتو به يې کارونه سرته ورسېږي.

شاوخوا سل کاله وړاندې جوړ شوی دغه جومات نږدې لس کاله وړاندې په زلزله کې د زيانمېدو له امله ړنګ او د بيا رغونې چارې يې پيل شوې، چې په کې د پراخ فساد له امله تر اوسه دا جومات بيا د لمونځ جوګه نه شو.

ويل کېږي چې د دغه جومات پر پيسو چې د ملي سوداګرو له خوا ورکړل شوى، ميليونونه امريکايي ډالر فساد شوى.

د چارواکو په وينا، د دغه جومات د جوړېدو چارې چې پخوا ورته سوداګرو پيسې راټولولې، اوس يې خپل حکومت د واحد عملياتي ادارې له لورې د بنايي ملي اداره مخې ته وړي.

هغه مهال د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ويلي وو چې د جومات د جوړېدو چارې به دغه ځل نه ځنډېږي او نهو مياشتو کې به سرته ورسېږي.

خو پوره دوه مياشتې له دې پرانېستې واوښتې او لا تر اوسه يې هېڅ عملي کار نه دی پيل شوی.

د خلکو نيوکه دا ده چې له دې موضوع سياسي ګټه پورته شوې او يوازې ولايتي ادارې د خپل نوم په خاطر د جومات بيا کارونه پيل کړل خو لا هم کار نه دی پيل شوی.

د ولايتي شورا غړی اسرارالله مراد پژواک ته وويل، د جومات د کارونو پرانيسته وشوه خو لا هم ورته پيسې نه دي انتقال شوې.

دی وايي، د واحد عملياتي ادارې يې د رغونې ژمنه کړې خو لا تر اوسه يې د پيسو انتقال نه دی شوی.

مدني ټولنې وايي، د ننګرهار ټولو رغنيزو چارو ته تل په سياسي سترګه کتل شوي او له دغه ولايت سره د مېرې مور چلند شوی دی.

د دوی له ډلې روح الله لعلپوروال د سپين جومات په مسئله کې هم د ننګرهار وکيلانو ناغيړي کړې او هم ولايتي ادارې په جديت کار نه دی کړی.

هغه وويل: ((سپين جومات د ننګرهار لپاره يوه شرموونکې قضيه ده، لسو کلونو کې يو جومات جوړ نه شو، ميليونه افغانۍ حيف و ميل شوې، ولايتي ادارې د دې پرځای چې مفسدين يې څارنوالۍ ته راکش کړی وی، د جومات کار يې پيل کړ؛ خو دغه ژمنه يې هم پوره نکړه.))

خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، چې د جومات بوديجه منظوره شوې، پيسې يې انتقال شوي؛ خو په نقشه کې د نيمګړتيا له امله يې عملي کارونه نه دي پيل شوي.

دی وايي، اوس د بنايي ادارې انجنيران د نقشې په تغيير کار کوي چې د جومات پاسنۍ برخه کې شته نيمګړتيا ختمه کړي او له هغې وروسته به يې عملاً کارونه هم پيل شي.

هغه دقيق وخت په ګوته نه کړ خو ډاډ يې ورکړ چې ډېر ژر به دغه چاره پيل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement