جلال اباد (پژواک، ٢٧ وږی ۹۸): د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې د ځینو ښوونځيو د ودانيو جوړولو چارې پيل او دغه راز د اوبو ځینې پروژې هم ګـټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
چارواکي وايي، د ننګرهار په دوربابا او بټي کوټ ولسواليو کې د پوهنې د امريتونو لپاره د نږدې ۱۷ ميليونه افغانيو په لګښت د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د دوربابا ولسوال شېرشاه حسيني د وږي په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، د دې ولسوالۍ د پوهنې د امريت لپاره يې د اووه ميليونه او اته سوه زره افغانيو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي چې اته خونې، د غونډ حال او نور اړين ملحقات به ولري.
له بلې خوا د دغه ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم د پوهنې د امريت لپاره د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې چې په شپږو مياشتو کې به ورغول شي.
د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند وايي، پر دغې ودانۍ باندې اته ميليونه او اووه سوه زره افغانۍ لګښت راځي چې په جوړېدو سره به يې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې حل شي.
هغه زياته کړه، د پوهنې د امريت دا ودانۍ به اته خونې، تشنابونه، اشپزخانه، زېرزميني او نورې اړوندې برخې ولري.
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، پلان لري چې سږ کال په دغه ولايت کې له دوو سوو ډېرو ښوونځيو ته هم ودانۍ ورغوي چې د ځينو کارونه پيل شوي او ځينې يې نږدې وختونو کې پيلېدونکي دي.
د يو بل خبر له مخې، په سره رود ولسوالۍ کې د ۱۶ ميليونه او دوه سوه زره افغانيو په لګښت د اوبو ۹ شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني وويل چې د المان هېواد د يوې موسسې له لوري په شيخ مصري ښارګوټي او سلطانپورسيمه کې د پاکو اوبو نهه شبکې جوړې شوې، چې په هرې شبکې يو ميليون او اته سوه زره افغانۍ لګښت راغلی.
ولسوال وايي چې د اوبو دغه شبکې د سولري برېښنا پرمټ کار کوي او او يو زرو اتيا کورنيو ته پاکې اوبه رسوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن