د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ځينې وکیلان د تدارکاتو ملي اداره په فساد تورنوي

ځينې وکیلان د تدارکاتو ملي اداره په فساد تورنوي

Sep 18, 2019 - 19:40

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۹۸): د ولسي جرګې د بودیجې او مالی کمیسیون رئیس ادعا لري چې جمهوري ریاست او د تدارکاتو ملی اداره د فساد مرکز ګرځېدلې ده، خو د تدارکاتو ملي اداره دغه څرګندونې بې اساسه بولي.

د بودیجې او مالي کمیسیون رئیس محمد اعظم محسني چې د تدارکاتو عالي کمیسیون غړيتوب هم لري، د دې جرګې په نننۍ غونډه کې وویل: ((مخکې به ټولو ویل چې د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه ګرځېدلی ده؛ خو اوس د تدارکاتو ملي اداره او ارګ په فساد تبدیل شوي دي.))

هغه زیاته کړه، هر هغه څه چې د تدارکاتو ملي اداره تر سره کړي، نهايي دي او دغه اداره هېڅ مرجع ته مسوول نه دي.

د نوموړي په وينا، د تدارکاتو ملي اداره د پروژو هېڅ ډول اسناد د خلکو له استازو سره په ولسي جرګه کې نه شریکوي.

محسني زیاته کړه: ((زه نور د ولسي جرګې يه استازیتوب د دې کمیسیون په غونډو کې ګډون نه کوم؛ ځکه هر کار چې هغوى کوي، د ملي شورا د استازیو له خوا ورته مشروعیت ورکول کېږي.))

دغه راز ده وویل چې تېر کال، ملي شورا د ملي تدارکاتو قانون تعدیل کړ؛ خو دغه قانون د ولسمشر له خوا تر اوسه په دې دلیل نه دی توشیح شوی، تر څو د ملي تدارکاتو ادارې کارکوونکي د قراردادونو په ورکړه کې خلاص لاس ولري.

نوموړي زیاته کړه چې تېر کال ولسمشر د ملي تدرکاتو د قانون له تعدیل وروسته، د تدارکاتو د عالي کمیسیون په غونډ کې ورته وویل، دا قانون ملي شورا په پټه تعدیل کړی، په دې دلیل يې هغه نه توشیح کوي.

ده وویل، ملي شورا د تدارکاتو قانون په دې ډول تعديل کړی چې ولسمشر، دویم مرستیال يې او د حکومت اجرائیه رئیس د تدارکاتو د عالي کمیسیون غړیتوب ونه لري او د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو سره چې هغوى يې له مخکې غړیتوب لري، د تجارت او صنایعو، او ټولنیزو چارو وزایران دې د یاد کمیسیون غړيتوب ولري.

هغه زیاته کړه چې د دې ډول تعدیل مطابق باید د یاد کمیسیون ریاست له یادو پنځو وزیرانو څخه د یوه په غاړه وي.

دغه راز ده وویل، ۹۵ سلنه ساختماني پروژې چې هره پروژه يې میلیونونه افغانیو ته رسېږي، له یوې سرچينې څخه د جمهوري ریاست عملیاتي معاونیت له خوا تر سره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په یادو قراردادونو کې پراخه پیمانه فساد شوی دی و، په دې اړوند د ملي تدارکاتو ادارې چوپتیا غوره کړې ده.

د غزني د خلکو استازي محمد عارف رحماني په ولسي جرګه کې وویل چې ارګ او د ملي تدارکاتو اداره د فساد په زړه اوښتي دي.

هغه زیاته کړه، هغه څوک چې په یاده اداره کې کار کوي، د ولسمشر له نږدې کسانو څخه دي او هر کار چې وغواړي له هغوى څخه پوښتنه نه کېږي.

خو د ملي تدارکاتو ادارې ویاند محمد رامین ایاز، د محسني او رحماني د وینا پر ردولو برسېره وویل چې د تدارکاتو عالي کمیسیون په غونډو کې ملي او نړیوال څارونکي ناست وي او په هغه صورت کې چې د خلکو استازي د فساد موجودیت اړوند اسناد ولري، هغه دې له عدلي او قضايي ادارو سره شریک کړي.

هغه د هېواد په کچه د ملي تدارکاتو اداره شفافه وبلله او وویل چې همیشه يې د استازو سوالونو ته په لیکلي شکل ځوابونه ورکړي دي؛ خو د ځینو ملاحظاتو په دلیل، د پروژو اسناد له هغوى سره نه دي شریک شوي.  

ده د ساختماني پروژو په قراردادونو د امضا په تړاو د جمهوري ریاست د چارو ادارې عملیاتي معاونیت له واحدې سرچینې وویل، اکثره پروژې چې د یادې ادارې له خوا کار کېږي، دولتي شرکتونو ته ورکړل شوي دي او د موجوده طرزالعمل په اساس هر هغه پروژه چې د حکومت له یوې ادارې څخه بلې ته ورکول کېږي، داوطلبي او د ملي ادارې بیا کتلو ته اړتیا نه لري.

ایاز زیاته کړه چې یاده اداره، د هېواد په کچه د یوې تخنیکي او تخصصي تدارکاتي ادارې په صفت داسې لاسته راوړنې لري چې د ملي او نړیوال ادارو له خوا يې ستاينې شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement