پلخمري (پژواک، ۲۷ وږی ۹۸): د بغلان سيمه ييز حکومتي چارواکي وايي چې د قومي مشرانو په منځګړتوب د وارداتي برېښنا د پرې شوي مزي د بېرته نښلولو هڅې روانې دي.
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلوميار د وږي په ٢٧مه پژاوک خبري اژانس ته وويل چې د سيمې يو شمېر قومي مشرانو د برېښنا د بېرته وصلولو په اړه له طالبانو سره خبرې کړې دي.
هغه وايي: ((طالبانو اجازه ورکړې ده، نو نن ډېره تمه ده چې د حسن تال په سيمه کې د برېښنا پرې شوي مزي بېرته وصل شي.))
دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ قومي مشر ارباب فرامرز توخي هم پژواک ته وويل چې قومي مشرانو له طالبانو سره خبرې کړې دي.
هغه وايي: ((زه ناروغ وم، خپله نه يم ورغلى خو نور مشران ورغلي او له طالبانو سره يې د برېښنا د پرې شوو مزو د بېرته وصلولو په اړه خبرې کړې دي، کومه ستونزه نشته، د بېرته وصلولو کار يې پيلېږي.))
همدارنګه په بغلان کې د برېښنا شرکت يوه کارکوونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې له پلازمېنې کابل څخه د برېښنا شرکت د فني کارکوونکو ډله هم دغه ولايت ته رسېدلې ده.
دى وايي: ((دلته د برېښنا پايې چپه شوې دي، اوس يې يواځې مزي په موقت ډول وصلېږي، د پايو بېرته درول څه وخت ته اړتيا لري.))
دغه راز په کابل کې د برېښنا عمومي شرکت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د کندوز حوزې او غوري برېښنا په سيمو کې انجنيرانو ته اجازه ورکړل شوې څو د برېښنا د تخريب شوو پايو د ترميم لپاره کار وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې تر نن ماښامه به ١٥٠ ميګاواټه برېښنا په بېړنۍ توګه وصل شي.
د يادونې ده، څلور ورځې وړاندې د پلخمري په ډنډ شهاب الدين سيمه کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا او پر بله ورځ يې د تاجکستان د وارداتي برېښنا پايې پر بمونو والوځولې چې له امله يې د کابل په ګډون ١١ ولايتونه له برېښنا محروم شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن