ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم دروازه د ٢٤ ساعته فعالیت لپاره رسماً پرانیستل شوه

تورخم دروازه د ٢٤ ساعته فعالیت لپاره رسماً پرانیستل شوه

author avatar
18 Sep 2019 - 18:33
تورخم دروازه د ٢٤ ساعته فعالیت لپاره رسماً پرانیستل شوه
author avatar
18 Sep 2019 - 18:33

جلال اباد (پژواک، ۲۷ وږی ۹۸): د افغان او پاکستاني چارواکو له لوري د تورخم دروازه د ترانسپورټ پر وړاندې د څلرويشت ساعته فعاليت لپاره پرانيستل شوه.

په همدې موخه د وږي په ۲۷مه د ننګرهار د مومنددرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې نیول شوو مراسمو ته د پاکستان لومړی وزير عمران خان او د افغانستان د ترانسپورټ وزير يما ياري، د ننګرهار والي او نور چارواکي ورغلي وو.

که څه هم افغان خبريالان د يادې موضوع د خبري پوښښ لپاره سيمې ته تللي وو، خو پاکستاني ځواکونو افغان خبريالانو ته له کرښې د اوښتو اجازه ورنه کړه.

د افغانستان د ترانسپورټ وزير يما ياري وويل، ياده دروازه د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د ترانسپورټ پر مخ د څلرويشت ساعته فعاليت لپاره پرانيستل شوه.

هغه زياته کړه، پخوا دغه دروازه يوازې د ورځې له خوا د خلکو اوت ترانسپورټ پرمخ پرانيستې وه چې هم سوداګري ټکنۍ شوې وه او هم خلکو ته په تګ راتګ کې ستونزه وه.

نوموړی وايي، په لويه جرګه کې د خلکو غوښتنه دا هم وه چې ياده دروازه بايد څلرويشت ساعته شي چې ولسمشر پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال ياده ستونزه له پاکستاني چارواکو سره شريکه کړه او هغوی ورته ډاډ ورکړی و او نن يې رسماً پرانيسته وشوه.

د وزير په وينا، د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره يې د مسافرو ستونزه هم شريکه کړه چې هغوی ته هم بايد د څلرويشت ساعته تګ راتګ اجازه ورکړل شي چې د نوموړي له لوري هیله مندي ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ د ناروغانو او پايوازانو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولړ او ويزو خبره د پاکستان له لومړي وزير سره شريکه کړه، هغه ډاډ راکړ چې خپلو مربوطه ادارو ته به د يادې ستونزې د حل لپاره لارښوونه وکړي.))

د ټرانسپورټ وزير هيله مند دی چې د دې لارې په څلرويشت ساعته فعاليت سره به د سوداګرۍ په کچه کې زياتوالی راشي.

دی وايي، له پاکستاني لوري سره يې په خوست کې د غلام خان او په کندهار کې د سپين بولدک بندرونو د څلرويشت ساعته فعاليت د پيل په اړه هم مشورې پيل کړې او تمه شته چې يادې لارې هم څلرويشت ساعته شي.

بلخوا د پاکستان ملي راډيو خبر ورکړى چې عمران خان د تورخم دروازې ترڅنګ هلته د (افغانستان پاکستان دوستۍ) په نامه د يوه عصري روغتون پرانيسته هم وکړه.

عمران خان ويلي چې په دغه روغتون کې به هغو افغانانو ته د درملنې زمينه برابرېږي چې له تورخم څخه دېخوا ته د درملنې لپاره ورځي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.