ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“تخار کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي”

“تخار کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي”

author avatar
19 Sep 2019 - 14:44
“تخار کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي”
author avatar
19 Sep 2019 - 14:44

تالقان (پژواک، ٢٨ وږى ٩٨): د تخار په ينګي کلا ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د  هوايي بريدونو له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د يادې ولسوالۍ يو تن قومي مشر عبدالصمد د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو درېيو شپو کې هوايي ځواکونو د دوى د کلي پر کورونو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي: ((د جګړې خط ډېر لرې دى، په دې ټوله ولسوالۍ کې همدا يو کلى د پښتنو دى چې افغانيه نوميږي، خو دوى پرې بريدونه کوي او عام خلک وژني.))

عبدالصمد وايي چې د دغو بريدونو له امله تر اوسه شپږ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، د ده په ګډون ګڼ شمېر کسانو خپل کورونه پرېيښي او نورو سيمو ته کډه شوي دي.

ده زياته کړه: ((د همدې بريدونو زما کور هم وران شوى، لسګونه نور کورونه هم وران شوي، د خلکو غوښې مو په بوريو کې ټولې کړې، دا څه حالت دى نور يې نه شو تحمل کولى.))

دغه راز د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي محمد الله هم پژواک ته وويل چې په تېرو څو شپو کې په پرله پسې توګه د دوى پر کورونو بريدونه کيږي.

دى وايي: ((د ظريف په نوم يو دهقان و د هغه پر کور يې بريد وکړ، ظريف مړ شو ښځه او څلور ماشومان يې ټپيان شول، د عبدالحکيم پر کور بم واچوه خپله عبدالحکيم او پنځه ماشومان يې ټپيان شول.))

نوموړى وايي چې د افغانيه کلي ښوونځى (عبدالبصير شهيد) هم د يوه سيمه ييز غير مسوول وسله وال قوماندان ملک تاتار له لوري په توپونو ويشتل شوى او ويجاړ شوى دى.

ده زياته کړه: ((دغه مکتب موږ د زړه په وينو جوړ کړى و اوس يې راته ټوټې ټوټې کړ، حکومت بايد زموږ دغه مشکل نور حل کړي.))

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسيدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او هرڅه ژر يې د دغو بريدونو د درولو غوښتنه وکړه.

خو د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک ته وويل چې په افغانيه کلي کې پر وسله والو طالبانو بريدونه شوي خو دوه تنه ملکي وګړي هم په کې وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.