ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم د ٢٤ ساعته فعاليت مراسمو کې د افغان چارواکو ګډون غبرګونونه راپارولي

د تورخم د ٢٤ ساعته فعاليت مراسمو کې د افغان چارواکو ګډون غبرګونونه راپارولي

author avatar
19 Sep 2019 - 16:19
د تورخم د ٢٤ ساعته فعاليت مراسمو کې د افغان چارواکو ګډون غبرګونونه راپارولي
author avatar
19 Sep 2019 - 16:19

جلال اباد (پژواک، ۲۸ وږی ۹۸): د ټولنيزو شبکو يو شمېر کاروونکو په تورخم ښارګوټي کې د ٢٤ ساعته فعاليت په مراسمو کې د افغان چارواکو پر ګډون نيوکې کړې او د خلکو غبرګونونه يې راپارولي دي.

پرون د تورخم دروازه د ترانسپورټ پر مخ د ٢٤ ساعته فعاليت په موخه رسماً پرانېستل شوه چې ورته د ډيورنډ د فرضي کرښې له هغې غاړې د پاکستان لومړی وزير عمران خان او له دې لوري دافغانستان د ترانسپورټ وزير يما ياري او د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ورغلي وو.

که څه هم چارواکي وايي چې دا کار يوازې د خلکو د اسانتيا رامنځته کولو په موخه شوى، خو ټولنيزو شبکو کې دغې چارې ته د ډيورنډ فرضي کرښې د رسميت پېژندنې نوم ورکوي.

تر ټولو زيات غبرګونونه په لوحه باندې د بارډر (سرحد) کلمې ليکلو رامنځته کړي،  دوى نيوکې کوي چې افغان پلاوي بايد په دې مراسمو کې ګډو نه واى کړى.

په ختيځ کې د امريکا غږ خبريال ذبيح الله غازي چې يادو مراسمو ته تللی و، پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، د مراسمو پرمهال ورته ځان ځکه ډېر ملامت ښکارېده چې تل يې د لر او بر يو افغان ناره پورته کړې خو اوس دغه ځای په رسميت پېژندل کېږي.

ده زياته کړې: (( د يوه افغان په توګه د مراسمو هره شېبه د خجالت وه. موږ ته خو د لوی افغان وطن په سينه دا کرښه يو ناسور دی؛ ځکه زما د وجود يوه خوږه برخه يې جلا کړې. هلته هم د افغان وطن زلمي او ملالې هسکه غړۍ د خپلې ملي داعيې برحقه شعارونه تاوده ساتي.))

شنونکي او مدني فعال ارشاد رغاند ليکلي چې نه ډيورنډ سرحد او نه هم تورخم سرحدي دروازه ده.

نوموړي غوښتنه کړې چې افغان حکومت بايد د هغه په خبره د دغو شرموونکو مراسمو په اړه خلکو ته ځواب ورکړي.

په دولتي کچه هم ځينو کسانو دا کړنه غندلې او د ډورنډ په فرضي کرښه يې معامله نه بښونکی عمل ياد کړی دی.

د خوست والي محمد حليم فدايي پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې تورخم سرحد نه دی، بلکې تېرېدونکې کرښه ده. هغه د ننګرهار ولايتي ادارې ته وړانديز کړی چې د پاکستان د لوحې په مقابل کې دې دغه  غاړه بله لوحه نصب او پرې د فرضي کرښې د ټرمينل نوم وليکي.

خو د حکمت حسن په نامه يو بل تن په فيسبوک کې ليکلي، : (( تورخم ته لا هغه وخت بارډر يا سرحد ويل کېده، کله چې پاکستان شتون نه درلود. يوه زموږ داعيه ده او بل ځمکني حقايق. ځمکني حقايق دا دي چې تر دروازه اخواته تېريږو نو خاصه دار مو راګرځوي، پاسپورټ ګوري، تلاشي مو کوي، موبايل او کمپيوټر کې مو پرايوټ ډيټا او عکسونه ويني، له مېرمنو مو عکسونه اخلي او موږ هېڅ نه شو کولی.))

هغه زياته کړې، تورخم ته که کرښه وايې، که صفري نقطه، که بارډر، که ډيورنډ لاين خو حقيقت دا دی چې د اوس لپاره هلته ټول هغه شرايط نافذ دي چې په يوه سرحد وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.