غزني ښار (پژواک، ٢٨ وږى ٩٨): په غزني او خوست ولايتونو کې د ترافيکو پېښو له امله لس کسان مړه شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د غزني د ولايتي ورغتون رييس ډاکټر باز محمد همت پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې د غزني ښار په روضې سيمه کې يو سراچه موټر له ٣٠٤ ډوله موټر سره جنګيدلى دى.
د هغه په وينا، په دغه پېښه کې د يوې کورنۍ اووه غړي چې په سراچه موټر کې سپاره وو، مړه شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، خوست کې د ترافيکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د خوست- ګردېز پر لويه لار د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د المري سيمه کې شوې ده.
د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک ته د پېښې د تاييد ترڅنګ وويل چې پېښه د فلانکوچ او ټوډي ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه وويل چې په دې پېښه کې درې کسان مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
بل پلو د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري هم پژواک اژانس ته وويل چې د پېښې له ځايه دوی ته درې جسدونه او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وښود.
د يادونې ده چې ډېر مهال دغه ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او سړکونو د خرابولي له امله رامنځته کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن