ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنیت سلاکار: روانه جګړه پردۍ ده او باید ختمه یې کړو

د ملي امنیت سلاکار: روانه جګړه پردۍ ده او باید ختمه یې کړو

author avatar
19 Sep 2019 - 20:59
د ملي امنیت سلاکار: روانه جګړه پردۍ ده او باید ختمه یې کړو
author avatar
19 Sep 2019 - 20:59

کابل (پژواک ٢٨ وږى ٩٨): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو نه ده او د ختمولو لپاره یې باید له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه شي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا خبرې په کابل کې د افغان امن نړیوال کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې وکړې.

سرچينه زياتوي، دې کنفرانس کې د ګڼو افغان سیاستوالو او فرهنګیانو ترڅنګ د ډیورنډ فرضي کرښې د هاخوا سیاستوال، مدني فعالان او فرهنګیان هم برخه لري.

سرچينې د هغه له قوله ويلي، په دې جګړه کې یو شمېر هېوادونه او استخباراتي ادارې خپل اهداف او ګټې ګوري او تر شا یې ولاړ دي.

د ملي امنیت سلاکار وايي، د اوسنۍ جګړې تر ټولو ډېر زیان د دې کرښې دواړو خواو ته پرتو ولسونو ته اوړي او همدا ولسونه کولای شي لاس یو او امن ډاډمن کړي.

دى زياتوي: "په افغانستان کې جنګېدونکي کسان، چې دلته هره ورځ بې ګناه خلک وژني، لکه نن یې چې په زابل کې وحشت وکړ، په نورو ځایونو کې مراکز، روزنځایونه او آن لا د قوماندې مراکز لري، چې د جګړې موخه یې همغه ځای ته خدمت او غلامي ده."

محب وویل، له دې ټولو سره سره حکومت د پخلاینې دروازه پرانیستې پریښې او همیشه دې ته تیار دی، چې د یوې باعزته سولې او ثبات لپاره خبرې اترې وکړي.

هغه وویل، هر کنفرانس چې د افغانستان د سولې له بهیر سره رښتینې مرسته کوي او د جګړې د پای لامل کېږي، افغان حکومت به یې ملاتړ وکړي.

ډاکټر حمدالله محب د دغه ډول کنفرانسونو د ډېرېدو غوښتنه وکړه او ټینګار يې وکړ چې په ورته کنفرانسونو کې دې د امن او سولې تر څنګ، د ترهګرو د تمویل، تجهیز او د هغوی د روزنځایونو په اړه هم بحث او غور وشي او په ملاتړ کوونکو لورو دې فشار ډېر شي.

ملي امنیت سلاکار وویل، د افغانستان جګړه فکري نه ده، بلکې د خارجي عواملو ترڅنګ مالي او جرمي بڼه هم لري او باید د عایداتي سرچینو او مخدرو موادو رول په کې له یاده ونه اېستل شي.

د ملي امنيت شورا په يوه بله جلا خبرپاڼه کې د ډاکټر محب له قوله راغلي چې مخالفينو یو ځل بیا په ډېره بې رحمۍ سره زموږ هیوادوال په نښه او وحشت جوړ کړ.

ده زياته کړې، دوی په ننګرهار او زابل ولایتونو کې د بریدونو په کولو لسګونه افغانان ووژل او ټپیان کړل او یو ځل بیایې ثابته کړه، چې له ولس او هیواد سره دښمني کې يې کمی نه راځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.