جلال اباد (پژواک، ۲۸ وږی ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، پوليسو غني خېلو ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې دنشه يي توکو او وسلو د پرزو د قاچاق په تور اووه کسان نيولي دي.
د معلوماتو له مخې، له يادو کسانو سره ۵۷ کيلو ګرامه نشه يي توکي او ۱۵۰ عدده د وسلو پرزې هم تر لاسه شوې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت پوليسو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بېلابېلو عملياتو کې ۷ کسان د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تور نيولي دي.
دی زياتوي، پولیسو د غني خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو تن د ۴۲ کیلو ګرامه خام چرسو سره یوځای نیولی، همدا راز د جلال اباد ښار د نهمې امنيتي حوزې سیمه کې یو بل تن له ۱۵ کيلو ګرامه چرسو سره يو ځای نيولی، په همدې حال کې پولیسو یو بل تن د څلورمې امنیتي حوزې په ساحه کی د چرسو د پرچون پلورنې په تور نیولی دی.
هغه دا هم وويل، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مؤظفینو د اوومې ناحیې اړوند د ډرونټې په سیمه کې څلور تنه چې په یو ټیلر موټر کې د۱۵۰ عدده د وسلو پرزې په ډير مهارت سره ځای پر ځای کړې وې، له پرزو سره یوځای ونیول شول .
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان په امنیه قوماندانۍ کې تر څېړنې لاندي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن