ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د هوايي بريد له امله ١٥ ملکي وګړي وژل شوي

ننګرهار کې د هوايي بريد له امله ١٥ ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
19 Sep 2019 - 15:09
ننګرهار کې د هوايي بريد له امله ١٥ ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
19 Sep 2019 - 15:09

جلال اباد (پژواک، ۲۸ وږی ۹۸): د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې بريد کړی چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، ١٥ ملکي وګړي په کې وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

دغه بريد تېره شپه شاوخوا يوه نيمه بجه د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګي سيمه کې د جلغوزيو په يو ځنګل کې پر جلغوزو را ټولوونکو کاريګرو شوی دی.

د خوږياڼو ولسوال شمس الحق ساپي د وږي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، له ياد بريد څخه تر اوسه د ولسوالۍ روغتون ته تر نهوجسدونه او څلور ټپيان وړل شوي دي.

هغه تاييد کړه چې مړه او ټپيان ټول ملکي کسان دي او په سيمه کې يې جلغوزي راټولول چې بهرنيو ځواکونو پرې د بې پېلوټه الوتکې بريد کړی دی.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړي اجمل عمر چې د يادې سيمې دی، پژواک ته وويل، مرګ ژوبله تر څلوېښتو کسانو هم ډېره ده؛ خو دا چې سيمه لرې پرته اوغرنۍ ده نو کره شمېرې يې نشته دى.

هغه وويل، يادو کسانو له اړوندو ټولو امنيتي ادارو اجازه ليک هم اخيستی و او دا يې هم په ډاګه کړې وه چې په دغه وخت کې به دوی هلته وي؛ خو بيا هم داسې عمل پرې ترسره شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی هم تاييدوي چې پېښه رامنځته شوې؛ خو دا چې مړه او ټپيان ملکي وګړي دي او کنه په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

هغه هم پژواک ته وويل، تر اوسه نهه جسدونه او څلور ټپيان د خوږياڼو ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي.

د دغه ولايت يوې بلې باوري سرچينې هم پژواک ته د نوم نه خپرولو په شرط ومنله چې په بريد کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل پژواک ته وويل، د خوږياڼو په پېښه کې پنځلس کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. هغه زياتوي مړه او ټپيان ټول ملکي وګړي دي.

په کابل کې دامريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل چې دوى هلته د داعش پر ضد عمليات کړي دي.

سرچينې زياته کړې، وسله وال مخالفين د خلکو په سيمو کې پټيږي، چې له امله يې ملکيانو ته هم زيانونه اوړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.