ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې ښځې خپلو لاسي صنایعو ته ځانګړی مارکېټ غواړي

په لغمان کې ښځې خپلو لاسي صنایعو ته ځانګړی مارکېټ غواړي

author avatar
19 Sep 2019 - 16:43
په لغمان کې ښځې خپلو لاسي صنایعو ته ځانګړی مارکېټ غواړي
author avatar
19 Sep 2019 - 16:43

جلال اباد (پژواک، ۲۸ وږی ۹۸): په لغمان کې ځینې ښځې خپلو لاسي صنایعو او تولیداتو ته د یوه ځانګړي مارکېټ جوړېدو غوښتنه کړې ده.

دوی وايي چې لاسي صنايع د پردي کلتور مخه نيسي، خپل فرهنګ غښتلی کوي او هم ورسره د کورنيو اقتصاد پياوړی کېږي خو که مارکېټ موجود نه وي، نو دا ټوله چاره نيمګړې ده.

د لاس په خواريو د جوړوونکو افغاني ګنډونو، خامکونو، غاړو او نورو جامو جوړوونکې دغه مېرمنې وايي، د کارونو د پرمختګ لپاره يې د بازار او مارکېټ شتون اړين کار دی.

د دوی له ډلې د تبسم سعادت په نوم يوه نجلۍ چې د لغمان د کار او ټولنيزو چارو رياست د حرفوي زده کړو په مرکز کې زده کړې کوي، وايي، دغه کار يې د کورنۍ د اقتصاد د پياوړتيا لامل شوی دی.

نوموړې زیاتوي، که څه هم اوس ډېر خرڅلاو نشته او يوازې د خپل کور په ګاونډ کې خپل توليدات پلوري؛ خو وايي، که مارکېټ ورته جوړ شي، د دې ترڅنګ به یې څو نورې همځولې هم په کار بوختې کړي.

يوه بله زده کوونکې بهار ساپۍ وايي، دغلته له زده کړو خوښه ده خو لويه اندېښنه يې دا ده چې که کار زده کړي او بازار ورته موجود نه وي، نو خواري به يې هېڅ ګټه ونه کړي.

د حرفوي زده کړو د دغه مرکز يوې روزونکې مرسل ساپۍ وويل، د لاس ګنډونه، خامک او د غاړو جوړولو کارونه يې په خپل کور کې زده کړي او اوس دلته له هماغو تجربو نورو نجونو او مېرمنو ته زده کړې ورکوي.

هغې زياته کړه، لاسي صنايعې د يوې ټولنې فرهنګ وي او پرمختګ يې د بهرني کلتور مخه هم نيولی شي.

د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس شیر بهادر همت پژواک ته وويل، له دوی سره د حرفوي زده کړو په مرکز کې پنځه سوه کسان پر زده کړو بوخت دي چې نيمايي يې مېرمنې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغو کسانو ته د ځینو نړيوالو موسسو په همکارۍ شپږ مياشتې روزنه ورکول کېږي چې د زده کړو له سرته رسولو وروسته ورته کاري وسايل هم ورکول کېږي.

دی وايي، په دغو کسانو کې د مرکز مهترلام، قرغيو، اليشنګ او الينګار ولسواليو خلک دي او د دولت شاه او بادپښ ولسواليو خلک ترې د نا امنيو له امله بې برخې پاتې شوې دي.

د دغه ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي ډاډ ورکړ چې د دغه ولايت مېرمنو ته به په نږدې راتلونکي کې ځانګړی مارکېټ جوړ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.