ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اندونزيا د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې مجهز روغتون جوړ کړ

اندونزيا د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې مجهز روغتون جوړ کړ

author avatar
19 Sep 2019 - 15:29
اندونزيا د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې مجهز روغتون جوړ کړ
author avatar
19 Sep 2019 - 15:29

کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٨) : داندونيزيا حکومت له خوا په کابل ښار کې جوړ شوى مجهز روغتون  د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شو.

دغه ٣٢ بستريز روغتون د کابل ښار ددوولسمې ناحيې اړونده د احمد شاه بابا مېنې په سيمه کې جوړ شوى دى.

ددې روغتون د پرانيستلو په مراسمو کې چې د اندونيزيا په سفارت کې جوړ شوي وو، د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز، داندونيزيا سفير عارف رحمان، د کابل ښاروال او د يو شمېر وزارتونو استازو برخه اخيستې وه.

داندونيزيا سفير عارف رحمان وويل، چې د (اندونيزيا افغانستان د ملګرتيا کلينيک) تر نامه لاندې دا روغتون په درې پوړونو کې جوړ شوى، چې د بسترونو او نورو روغتيايي څانګو ترڅنګ په کې د ډاکټرانو د اوسېدو او اداري خونې هم جوړې شوې دي.

نوموړي پر دې روغتون راغلى لګښت په ډاکه نه کړ، خو زياته يې کړه چې چارې يې په اوو مياشتو کې بشپړې شوې دي.

عارف رحمان وويل، په ٢٠١٧ کال کې اندونيزيا ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويډيډو ددغه روغتون د جوړېدو ژمنه کړې وه.

نوموړي زياته کړه، چې له دې روغتون څخه د کابل ښار د دوولسمې ناحيې او شاوخوا ناحيو او اوو ولسواليو پنځه سوه زره اوسېدونکي ګټه پورته کولى شي.

د اندونيزيا سفير وايي، په دې روغتون کې د نسايي ولادي، ماشومانو د درملنې، داخله ناروغيو او عصبي ناروغيو درملنه کېږي.

د هغه  په وينا، ددې روغتون لپاره يې ټول عصري وسايل هم ورکړي چې په کې د اېکسرې او لابراتوار ترڅنګ نور طبي وسايل هم شامل دي.

عارف رحمان وويل، افغانستان درېيم هېواد شو، چې هېواد يې په کې روغتون جوړوي، تر دې مخکې يې دا ډول روغتونونه په فلسطين او ميانمار هېوادونو کې جوړ کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز يادو مراسمو ته وويل چې د جنګونو او تاوتريخوالي په دې چاپيريال کې دا ډول پروژې پرانيستل هيله بښوونکې دي.

هغه د اندونيزيا له دې مرستې څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې دې روغتون سره به د روغتيا په برخه کې د خلکو او د وزارت ستونزې کمې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.