د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تورخم د ٢٤ ساعته فعاليت مراسمو کې د افغان چارواکو ګډون غبرګونونه راپارولي

د تورخم د ٢٤ ساعته فعاليت مراسمو کې د افغان چارواکو ګډون غبرګونونه راپارولي

Sep 19, 2019 - 16:19

جلال اباد (پژواک، ۲۸ وږی ۹۸): د ټولنيزو شبکو يو شمېر کاروونکو په تورخم ښارګوټي کې د ٢٤ ساعته فعاليت په مراسمو کې د افغان چارواکو پر ګډون نيوکې کړې او د خلکو غبرګونونه يې راپارولي دي.

پرون د تورخم دروازه د ترانسپورټ پر مخ د ٢٤ ساعته فعاليت په موخه رسماً پرانېستل شوه چې ورته د ډيورنډ د فرضي کرښې له هغې غاړې د پاکستان لومړی وزير عمران خان او له دې لوري دافغانستان د ترانسپورټ وزير يما ياري او د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ورغلي وو.

که څه هم چارواکي وايي چې دا کار يوازې د خلکو د اسانتيا رامنځته کولو په موخه شوى، خو ټولنيزو شبکو کې دغې چارې ته د ډيورنډ فرضي کرښې د رسميت پېژندنې نوم ورکوي.

تر ټولو زيات غبرګونونه په لوحه باندې د بارډر (سرحد) کلمې ليکلو رامنځته کړي،  دوى نيوکې کوي چې افغان پلاوي بايد په دې مراسمو کې ګډو نه واى کړى.

په ختيځ کې د امريکا غږ خبريال ذبيح الله غازي چې يادو مراسمو ته تللی و، پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، د مراسمو پرمهال ورته ځان ځکه ډېر ملامت ښکارېده چې تل يې د لر او بر يو افغان ناره پورته کړې خو اوس دغه ځای په رسميت پېژندل کېږي.

ده زياته کړې: (( د يوه افغان په توګه د مراسمو هره شېبه د خجالت وه. موږ ته خو د لوی افغان وطن په سينه دا کرښه يو ناسور دی؛ ځکه زما د وجود يوه خوږه برخه يې جلا کړې. هلته هم د افغان وطن زلمي او ملالې هسکه غړۍ د خپلې ملي داعيې برحقه شعارونه تاوده ساتي.))

شنونکي او مدني فعال ارشاد رغاند ليکلي چې نه ډيورنډ سرحد او نه هم تورخم سرحدي دروازه ده.

نوموړي غوښتنه کړې چې افغان حکومت بايد د هغه په خبره د دغو شرموونکو مراسمو په اړه خلکو ته ځواب ورکړي.

په دولتي کچه هم ځينو کسانو دا کړنه غندلې او د ډورنډ په فرضي کرښه يې معامله نه بښونکی عمل ياد کړی دی.

د خوست والي محمد حليم فدايي پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې تورخم سرحد نه دی، بلکې تېرېدونکې کرښه ده. هغه د ننګرهار ولايتي ادارې ته وړانديز کړی چې د پاکستان د لوحې په مقابل کې دې دغه  غاړه بله لوحه نصب او پرې د فرضي کرښې د ټرمينل نوم وليکي.

خو د حکمت حسن په نامه يو بل تن په فيسبوک کې ليکلي، : (( تورخم ته لا هغه وخت بارډر يا سرحد ويل کېده، کله چې پاکستان شتون نه درلود. يوه زموږ داعيه ده او بل ځمکني حقايق. ځمکني حقايق دا دي چې تر دروازه اخواته تېريږو نو خاصه دار مو راګرځوي، پاسپورټ ګوري، تلاشي مو کوي، موبايل او کمپيوټر کې مو پرايوټ ډيټا او عکسونه ويني، له مېرمنو مو عکسونه اخلي او موږ هېڅ نه شو کولی.))

هغه زياته کړې، تورخم ته که کرښه وايې، که صفري نقطه، که بارډر، که ډيورنډ لاين خو حقيقت دا دی چې د اوس لپاره هلته ټول هغه شرايط نافذ دي چې په يوه سرحد وي.

دى وايي : (( که ريښتيا ډيورنډ ګټئ، جګړه ودروئ، خپل نظامونه مه ورانوئ، او د نظام ورانونکو مخالفت وکړئ. کله مو چې ځان جور کړ، ترقي مو وکړه، اقتصاد مو پياوړی شو، په نړۍ کې مو حيثيت پيداکړ بيا د ډيورنډ د داعيې پر مخ وړل ګټه کوي. ))

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل بيا په دې اړه سپيناوى خپور کړى ، هغه په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي، دغه کار د ډيورنډکرښې د رسميت پېژندلو نه، بلکې خلکو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه ترسره شوى.

دی وايي، د افغان حکومت موقف او دريځ معلوم دی چې هېڅکله هم دغه کرښه د سرحد په نوم نه پېژني او ټينګار يې کړی چې د کرښې په رسميت پېژندل د يوه وزير او يا والي کار نه دی چې دوی يې له چا سره ومني.

ليکوال او د سياسي چارو کارپوه بادام ظريفي فقير بيا وايي، چې قومونه په نمايشي اغزنو تارونو او دروازو نه بېلېږي، يوه ورځ به اخر هم لر بر سره يو شي.

دی وايي، د جرمني په برلين ښار کې تر دې لوړ دیوال شوی و؛ خو کله چې قومونه سره يو شول دیوال يې ړنګ او شرق او غرب سره بېرته يوځای شو، چې په خبره يې دلته هم اخر دا حالت راتلونکی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement