د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ملي امنیت سلاکار: روانه جګړه پردۍ ده او باید ختمه یې کړو

د ملي امنیت سلاکار: روانه جګړه پردۍ ده او باید ختمه یې کړو

Sep 19, 2019 - 20:59

کابل (پژواک ٢٨ وږى ٩٨): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو نه ده او د ختمولو لپاره یې باید له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه شي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا خبرې په کابل کې د افغان امن نړیوال کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې وکړې.

سرچينه زياتوي، دې کنفرانس کې د ګڼو افغان سیاستوالو او فرهنګیانو ترڅنګ د ډیورنډ فرضي کرښې د هاخوا سیاستوال، مدني فعالان او فرهنګیان هم برخه لري.

سرچينې د هغه له قوله ويلي، په دې جګړه کې یو شمېر هېوادونه او استخباراتي ادارې خپل اهداف او ګټې ګوري او تر شا یې ولاړ دي.

د ملي امنیت سلاکار وايي، د اوسنۍ جګړې تر ټولو ډېر زیان د دې کرښې دواړو خواو ته پرتو ولسونو ته اوړي او همدا ولسونه کولای شي لاس یو او امن ډاډمن کړي.

دى زياتوي: "په افغانستان کې جنګېدونکي کسان، چې دلته هره ورځ بې ګناه خلک وژني، لکه نن یې چې په زابل کې وحشت وکړ، په نورو ځایونو کې مراکز، روزنځایونه او آن لا د قوماندې مراکز لري، چې د جګړې موخه یې همغه ځای ته خدمت او غلامي ده."

محب وویل، له دې ټولو سره سره حکومت د پخلاینې دروازه پرانیستې پریښې او همیشه دې ته تیار دی، چې د یوې باعزته سولې او ثبات لپاره خبرې اترې وکړي.

هغه وویل، هر کنفرانس چې د افغانستان د سولې له بهیر سره رښتینې مرسته کوي او د جګړې د پای لامل کېږي، افغان حکومت به یې ملاتړ وکړي.

ډاکټر حمدالله محب د دغه ډول کنفرانسونو د ډېرېدو غوښتنه وکړه او ټینګار يې وکړ چې په ورته کنفرانسونو کې دې د امن او سولې تر څنګ، د ترهګرو د تمویل، تجهیز او د هغوی د روزنځایونو په اړه هم بحث او غور وشي او په ملاتړ کوونکو لورو دې فشار ډېر شي.

ملي امنیت سلاکار وویل، د افغانستان جګړه فکري نه ده، بلکې د خارجي عواملو ترڅنګ مالي او جرمي بڼه هم لري او باید د عایداتي سرچینو او مخدرو موادو رول په کې له یاده ونه اېستل شي.

د ملي امنيت شورا په يوه بله جلا خبرپاڼه کې د ډاکټر محب له قوله راغلي چې مخالفينو یو ځل بیا په ډېره بې رحمۍ سره زموږ هیوادوال په نښه او وحشت جوړ کړ.

ده زياته کړې، دوی په ننګرهار او زابل ولایتونو کې د بریدونو په کولو لسګونه افغانان ووژل او ټپیان کړل او یو ځل بیایې ثابته کړه، چې له ولس او هیواد سره دښمني کې يې کمی نه راځي.

دى وايي: "ترهګرو طالبانو په ننګرهار ولایت کې د تذکرو د وېش پر مرکز، چې یو ملکي ځای دی او په زابل ولایت کې پر یوه روغتون وحشیانه بریدونه وکړل، چې له امله یې ماشومانو، مېرمنو او نورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه ډله په داسې حال کې، چې په دې بریدونو کې د پوځيانو د زیانمنېدو ادعا کوي، په بشپړه بې شرمۍ د ملکي وګړو له زیانمنېدو سترګې پټوي او درواغ وايي."

د هغه په وينا، طالبان له دې لارې غواړي چې د خلکو په منځ کې وېره خپره کړي او خپلو شومو موخو ته ورسېږي؛ خو زموږ ولس هېڅکله هم دې د پردیو مزدورانو ته نه تسلیمېږي او پر شا نه ځي.

ده زياته کړه، دغه ډله په مسلسل ډول زموږ د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ځپل کېږي او د هیواد په هېڅ برخه کې خوندي نه شي پاتې کېدلای.

د نوموړي په خبره، طالبانو په دې وروستیو کې سخت ګوزارونه خوړلي او تر کنټرول لاندې سیمې یې د امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلې دي. ډاډه یو، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او فعالیتونو په نتیجه کې به دا ورانکارې ډله له منځه ولاړه او هیواد به مو یې له شره خلاص شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement