د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار پوليسو د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۷ کسان نيولي

د ننګرهار پوليسو د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۷ کسان نيولي

Sep 19, 2019 - 14:51

جلال اباد (پژواک، ۲۸ وږی ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، پوليسو غني خېلو ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې دنشه يي توکو او وسلو د پرزو د قاچاق په تور اووه کسان نيولي دي.

د معلوماتو له مخې، له يادو کسانو سره ۵۷ کيلو ګرامه نشه يي توکي او ۱۵۰ عدده د وسلو پرزې هم تر لاسه شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت پوليسو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بېلابېلو عملياتو کې ۷ کسان د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تور نيولي دي.

دی زياتوي، پولیسو د غني خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو تن د ۴۲ کیلو ګرامه خام چرسو سره یوځای نیولی، همدا راز د جلال اباد ښار د نهمې امنيتي حوزې سیمه کې یو بل تن له  ۱۵ کيلو ګرامه چرسو سره يو ځای نيولی، په همدې حال کې پولیسو یو بل تن د څلورمې امنیتي حوزې په ساحه کی د چرسو د پرچون پلورنې په تور نیولی دی.

هغه دا هم وويل، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مؤظفینو د اوومې ناحیې اړوند د ډرونټې په سیمه کې څلور تنه چې په یو ټیلر موټر کې  د۱۵۰ عدده  د وسلو پرزې په ډير مهارت سره ځای پر ځای کړې وې، له پرزو سره یوځای ونیول شول .

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان په امنیه قوماندانۍ کې تر څېړنې لاندي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement