د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ښځو شبکه: د ټاکنو امنيت او شفافيت د خلکو غوښتنې دي

د ښځو شبکه: د ټاکنو امنيت او شفافيت د خلکو غوښتنې دي

Sep 19, 2019 - 14:21

مزارشريف ( پژواک، ۲۸وږی ۹۸) : په بلخ ولايت کې د افغان ښځو شبکه وايي چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې دې له هر ډول درغليو څخه پاکې او رڼې وي.

يادې شبکې د بلخ له يو شمېر مدني فعالانو سره يو ځای د وږي په ۲۸مه، مزارشريف ښار کې غونډه درلوده چې روان ناسم امنيتي وضعيت يې د ټاکنو لپاره د اندېښنې وړ وباله.

بلخ کې د افغان ښځو شبکې مسوولې معصومې رحيمي پژواک اژانس ته وويل چې د ټاکنو په پروسه کې د ستونزو او فرصتونو په اړه يې له يو شمېر مدني فعالانو او د ښځو حقونو د ټولنو له غړو سره ګروپي کار درلود، چې په پايله کې د ټاکنو پر وړاندې خنډ جوړوونکې ستونزې هم په ګوته شوې.

د هغې په خبره، په لومړي ګام کې ناسم امنيتي وضعيت هغه ستونزه ده، چې ډېر خلک يې د ټاکنو پر وړاندې لوی خنډ بولي.

د مېرمن رحيمي په خبره، حکومت او امنيتي مسوولين بايد هڅه وکړي چې خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون کولو ډاډمنه فضا رامنځته کړي.

نوموړې زياتوي، د خلکو بله غوښتنه دا وه؛ څو راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د درغليو هغه تجربې تکرار نه شي، چې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې تکرار شوې وې.

هغې له ټولو افغانانو په ځانګړي ډول له مېرمنو څخه وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

د بلخ مدني فعاله وړانګه ساپۍ هم وايي، چې د ټاکنو لپاره امنيتي چاپېريال مناسب نه دی؛ خو زياتوي چې دې برخه کې د حکومت پر وخت ګام پورته کول به اغېزمن  تمام شي.

هغې وويل، له ښارونو بهر په ولسواليو کې به ډېری نارينه هم په ټاکنو کې ګډون ونه شي کړای.

د مېرمن ساپۍ په خبره، په لرې پرتو سيمو کې د نا امنيو تر څنګ سيمه ييز دودونه هم په انتخاباتو کې د مېرمنو د ګډون مخه نيولی شي.

د هغې په وينا، ټاکنو کمېسيون بايد د مېرمنو د عامه پوهاي په اړه ډېر کار کړی وای.

بلخ کې د مېرمنو د حقونو يوې فعالې شکيبا موحد بيا اندېښنه وښوده چې ډېری افغان کورنۍ مېرمنو ته د خپلې خوښې رايې کارولو اجازه نه ورکوي.

د هغې په خبره هغه کورنۍ چې مشران او غړي يې د سياسي احزابو غړيتوب لري د خپلې کورنۍ مېرمنې مجبوروي؛ څو د هغوی په خوښه رايه ورکړي.

امنيت او په ټاکنو کې درغلي بيا بله ستونزه ده، چې د مېرمن موحد په وينا ډېری افغان ښځې يې په اړه اندېښمنې دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د ٤٩٤٢ ټاکنيزو مرکزونو امنيت لپاره يې پلان جوړ کړى او شاوخوا سل زره سرتېري به د ټاکنو امنيت ټينګ کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement