د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کلات په ځانمرګي بريد کې ٢٠ کسان وژل شوي او نږدې ١٠٠ نور ټپيان دي

د کلات په ځانمرګي بريد کې ٢٠ کسان وژل شوي او نږدې ١٠٠ نور ټپيان دي

Sep 19, 2019 - 08:36

دويم تعقيب - کلات (پژواک، ٢٨وږى ٩٨) : د زابل ولايت چارواکي وايي چې په کلات ښار کې د ملکي روغتون ترڅنګ په موټر بم بريد کې ٢٠  کسان وژل شوي اوشاوخوا ١٠٠ نور ټپيان شوي دي.

د مازدا موټر په وسيله دا ځانمرګى بريد نن د وږي په ٢٨مه، د سهار په شاوخوا شپږو بجو د کلات ښار د ملکي روغتون او ملي امنيت رياست ترڅنګ وشو.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بريد موخه ملکي روغتون و، خو طالبانو ويلي چې دوى پر ملي امنيت رياست بريد کړى دى.

سيال زياته کړه، په دې بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ تنه وژل شوي او  شاوخوا سل تنه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، ددې پېښې ډېرى قربانيان د ملکي روغتون، روغتيايي کارکوونکي او د ناروغانو پايوازان دي.

د والي وياند وايي چې د پېښې لسګونه سخت ټپيان د امبولانسونو او ملي اردو د چورلکو په وسيله د کندهار ميرويس روغتون او د ملي اردو نظامي روغتون ته استول شوي دي .

ده زياته کړه، هغه چې ټپونه يې ژور نه وو، د کلات دولتي او خصوصي روغتونونو ته رسول شوي دي.

سيال  وويل، په دې برید کې له قوي چاودېدونکو توکو کار اخیستل شوی چې له امله يې د کلات د ملکي سل بستريزه روغتون ودانۍ ټوله هواره شوې او د بيا ترميم وړ نه ده.

د هغه په وينا، د بريد له امله د روغتون ۱۲ امبولانسونه چې يو شمېر يې تازه دغه روغتون ته ورکړل شوي وو هم ويجاړ شوي دي.

د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران وايي چې کلات ښار ته يې شاوخوا شل امبولانسونه لېږلي وو چې له هغه ځايه يې شاوخوا ۲۶ ټپيان دغه روغتون ته رالېږدولي او د هغوی درملنه یې پيل کړې ده.

د دغه روغتون يوه ډاکټر چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د ټپيانو له ډلې يوه یې په لاره کې ساه ورکړې ده. دغه راز هغه یادونه وکړه چې یوه روغتیايي ډله یې د مرستې په موخه کلات ته لېږلې چې هلته د ټپيانو درملنه وکړي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د بريد موخه د  ملي امنيت رياست و، چې له امله يې ددغه رياست لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement