کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٨): د پاکستان لومړي وزير عمران خان له ولسمشر اشرف غني سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې د هغه پر ټاکنيزه غونډه شوى ځانمرګى بريد غندلی دی.
دوه ورځې مخکې د پروان په مرکز چاريکارو ښار کې د اشرف غني پر ټاکنيز کمپاين بريد کې ٣٠ کسان ووژل شول او تر ٦٠ زيات ټپيان شول.
د پاکستان د لومړي وزير له دفتره د وږي په ٢٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عمران خان پرون ناوخته د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټيلېفون کړى و.
سرچينې زياته کړې چې په دې اړیکه کې لومړي وزير هغه بريد وغانده چې د اشرف غني پر ټاکنيز کمپاين شوى او د هغه د روغتيا پوښتنه يې وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړي وزير عمران خان يو ځل بيا د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې له پروسې ملاتړ وکړ.
سرچينې ويلي چې افغان ولسمشر د عمران خان له ټيلېفونه د مننې ترڅنګ هغه ته د کابل د سفر بلنه ورکړه.
بلخوا ولسمشر اشرف غني په يوه ټويټ کې ليکلي چې د پاکستان لومړي له وزير عمران خان سره يې تېره شپه ټيلېفوني خبرې وکړې.
هغه زياته کړې چې عمران خان د کابل او پروان پر وروستيو بريدونو خواشيني څرګنده کړه او دواړو د سولې پر پروسې او راتلونکو ټاکنو هم خبرې وکړې.
ولسمشر غني زياته کړه چې په تېرو ټاکنو کې د پاکستان په مرسته تاوتريخوالى کم شوى و، يو ځل بيا يې له عمران خانه وغوښتل چې د راتلونکو ټاکنو پر مهال د تاوتريخوالي په کمولو کې مرسته وکړي چې د هغه له خوا د مرستې ډاډ ورکړل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن